جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان: له کرښې دېخوا یې د امن کمېټو په نوم خلک ګومارلي

پاکستان: له کرښې دېخوا یې د امن کمېټو په نوم خلک ګومارلي

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۲) پاکستان له ډيورنډ کرښې دې غاړې ته د نوو سیمو نیولو لپاره د امن کمېټو په نوم خلک ګومارلي دي.

د ننګرهار په ګوشته او لعلپورې ولسوالۍ چې ډیورنډ کرښې سره وصل دي د سیمې خلک وايي چې پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې له ۴۰ کیلو متره په زیاته اندازه خاوره لاندې کړې خو څوک نشته چې مخه یې ونیسي.

نوموړي وایي، پاکستان یادو سیمو کې د مخکې راتګ په هڅه کې دی او ددې پروګرام د بریالي کېدو لپاره یې د امن کمېټې په نوم خلک ګومارلي، چې اغزن تار پرې ټول کړي او وړاندې راشي.

د ولسي جرګې غړی فریدون مومند وايي، که حکومت د پاکستان پلان شنډ نه کړي اندېښنه شته لکه څنګه چې اغزن تار تېر شو په همدې ډول به نورې سیمې هم تر خپل کنټرول لاندې راولي.

1 COMMENT

  1. که دولت یوازی دا اعلامیه خپره کړي چی که چا د پنابی اسراییلو سره د امن په جرګ کی شامل شی نو په ….. به لرګی ننه باسی نو هیڅ حوک به نور جرات و نه کړي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب