Homeخبرونهپمپیو: ډیر مخالف نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي

پمپیو: ډیر مخالف نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۲) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي په دوحه کې د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ د سولې مخامخ خبرې به جنجالي وي.

خو نوموړی زیاتوي چې دا په افغانانو پورې اړه لري چې د افغان ولس په خوښه د جګړې پرته حکومت جوړ کړي.

پمپیو دا مذاکرات تاریخي بللي دي.

نوموړي ویلي، له شاوخوا شلو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره دا فرصت پیدا شوی چې افغانان په خپلو کې سره کیني او د هېواد د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.

پمپیو د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح د موټرو پر کاروان برید ته په اشارې ویلي، ډیر ورانکاري شته چې په افغانستان کې سوله نه غواړي.

ده د کوم هیواد یا ډلې نوم نه دی اخیستی خو زیاته کړې يې ده چې دوی غواړي امریکا په افغانستان کې ښکیله پاتې شي.

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...