Homeخبرونهنن د قطر په پلازمېنه دوحه کې بین الافغاني مذاکرات پیلېږي

نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې بین الافغاني مذاکرات پیلېږي

تاند، شنبه د سنبلې ۲۲مه: د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل کېږي، چې په همدې خاطر د حکومت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره تېره شپه دوحې ته ورسېد.

دواړه لوري به نن د قطر هېواد په یوه مشهور هوټل شریتون کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په مراسمو کې ګډون وکړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله پرون د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې قطر ته د سولې له هیلو سره ځي او اوربند به یې د خبرو په اجنډا کې لومړنی او مهم بحث وي.

هغه زیاته کړه تمه لري چې د سولې په خبرو کې به پرمختګ وشي.

په ورته مهال د بهرنیو چارو سرپرست حنیف اتمر وايي، دا معلومه نه ده چې د افغانانو تر منځ خبرې په څومره وخت ونیسي.

له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو د پیل مراسم نن د افغانستان په وخت د ورځې په ۱۰:۳۰ بجو پیل کېږي چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر به یې پرانیزي.

ټاکل شوې د پرانیستې مراسمو کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله خبرې وکړي او تر هغه وروسته د غونډې په څنډه کې د کوربه هېواد له یو شمېر مشرانو سره وګوري.

د طالبانو له اړخه به ملاعبدالغني برادر د پیل وینا وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره قطر ته رسېدلی دی.

ګڼ شمېر افغانان د حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته خوشبین دي او له دواړو خواوو څخه د روانې ۴۰ کلنې جکړې د پای ته رسېدو او دایمي اوربند غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...