جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهقطر وايي د شنبې په ورځ به د افغانانو ترمنځ د خبرو...

قطر وايي د شنبې په ورځ به د افغانانو ترمنځ د خبرو کوربه وي

تاند(جمعه، د سنبلې۲۱) د قطر د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې دا هیواد به د سپټمبر په دوولسمه (شنبه) د بین الافغاني خبرو کوربه وي.

د قطر د باندنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې همداراز ویلي چې د بېلابېلو افغان خواوو ترمنځ د سولې خبرې په افغانستان کې په ځانګړي ډول د طالبانو او امریکا ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د سولې له موافقې وروسته د دایمي سولې لور ته یو مهم او جدي ګام دی.

د افغانستان د مرکچي پلاوي غړیو او طالبانو هم تایید کړې چې د شنبې په ورځ (سپټمبر ۱۲) په قطر کې د سولې خبرې پیلېږي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې پاکستان او افغانستان به د افغانستان د سولې د پروسې د لارې ټول خنډاچوونکي مات کړي.

پرون ماښام د طالبانو هغه ۶ بندیان، چې فرانسې او استرالیا یې پر خلاصون انتقاد درلود، په یوه الوتکه کې قطر ته ولېږدول شول چې هلته نظربند وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب