جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو هم تایید کړه چې د شنبې په ورځ د سولې خبرې...

طالبانو هم تایید کړه چې د شنبې په ورځ د سولې خبرې پیلېږي

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۲۰) وروسته له دې چې په کابل کې د افغانستان د مرکچي پلاوي غړیو وویل چې سبا (جمعه) قطر ته روانیږي او د شنبې په ورځ له طالبانو سره خبرې پیلوي، طالبانو هم اعلان وکړ چې د سولې په غونډه کې ګډون ته تیار دي.

طالبانو نن شپه په یوه لنډه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی له امریکا سره د کړې موافقې پر اساس د بین الافغاني مذاکراتو په افتتاحیه غونډه کې خپل ګډون ته چمتووالی اعلانوي.

د طالبانو د قطر د دفتر له لوري په دې خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې د سنبلې په ۲۲/ د سپټمبر ۱۲ به په قطر کې بین الافغاني خبرې پیل شي.

طالبانو همداراز ویلي «اسلامي امارت د مذاکراتو بهیر په ښه ډول پرمخ بیولو او د اسلامي ارزښتونو او هیواد د علیا منافعو په چوکاټ کې، د سرتاسري سولې او سوچه اسلامي نظام د رامنځ ته کیدو هوډ لري.»

تر دې مخکې نن د افغانستان د حکومت سرچینو او دغه راز د حکومت له لوري له طالبانو سره خبرو ته د ګومارل شوي پلاوي غړیو تایید کړه چې سبا ماسپښین به قطر ته روان شي او د شنبې په ورځ (د سپټمبر ۱۲) به د سولې خبرې پیل کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د طالبانو ټول بندیان خوشي شوي او ۶ لانجمن بندیان یې نن په یوه الوتکه کې قطر ته واستول شول چې هلته نظر بند وي.

1 COMMENT

  1. سوله الهي نعمت دی څوک چې په دغه لار کې کوښښ کوي اتل دی او څوک چې د سولې پروسه ناکامول غواړي د افغان ملت او د لوی افغانستان تر ټولو سخت دښمن دی.
    رب دې سوله دايمي کړي رب دې ګران وطن کې امن او ورورګلوي قايمه کړي، آمين

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب