د مطالعې لنډ او ساده تعریف داسې کولی شو: مطالعه هغه عمل دی چې د یو شي د زده کولو لپاره يې ترسره کوو. د یوې تعلیمي موضوع په آړه معلومات، د یوې مشخصې موضوع په اړه څیړنه، د ښوونځي یا پوهنتون کتابونه لوستل په دې ټولو باندې وخت مصرفول او یو نوي څه زده کول مطالعه بلل کیږي.
مطالعه مختلف ډولونه لري، لکه: ساینسي، مشاهدوي، تحقیقاتي، تجروبوي او نور… خو زه په عموم کې مطالعه په دوو برخو ویشم؛ ۱. د مسلک اړونده ( تړلي) مطالعه ۲. آزاده مطالعه
له مسلک سره اړوند مطالعه له هغو شیانو څخه عبارت ده، چې له مسلک سره مو تړاو لري او زموږ سره په مسلکیتوب کې مرسته کوي. مثلًا: احمد انجینر دی او د انجینرۍ اړونده کتابونه لولي، څیړنه کوي او معلومات زیاتوي؛ دا کارونه له ده سره مرسته کوي چې مسلکي او په کارپوه واؤسي.
دویم ډول مطالعه هغه ده چې په مسلک پورې مو تړاو نلري، یعنې ازاده مطالعه. دا هغه مطالعه ده چې موږ يې د معلوماتو زیاتولو او ذوق خړوبولو لپاره کؤو. ناول، لنډه کیسه، ژوند لیک، یونلیک او تاریخي کتابونه لوستل مو؛ معلومات زیاتوي او ذهن مو هم پراخوي.
څنګه کولئ شو چې مطالعه وکړو؟
زیات خلک مطالعې ته زړه نشي ښه کولی په تیره بیا چې، کوم پنډ کتاب وویني لا يې زړه تور شي. لامل يې دا دی چې دوی هیڅکله هڅه نه ده کړي چې مطالعه وکړي.
له مطالعې سره د عادي کیدو لپاره باید، هره ورځ په یوه ټاکلي وخت کې تر ۲۰ یا ۳۰ دقیقو پورې کتاب ولولو. که د کتاب ټاکل درته سخت وي، نو له ناول یا لنډې کیسې يې را پیل کړئ. یو کوچنی ناول پر هغه موضوع چې تاسو ته خوند درکوي پیدا کړئ، تر شلو دقیقو يې هره ورځ ولولئ. دا لړۍ همداسې جاري وساتی یو وخت به مو پام شي ډیر پنډ کتابونه مو لوستي، خو په یاد ولرئ چې دا کار له هڅې او کلک هوډه بغیر نکیږي! بل وخت به په لوستنه یو څه درسره شریک کړم.