یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونههغه ۷ تنه طالب زندانیان چې د بهرنیو ځواکونو په وژنه تورن...

هغه ۷ تنه طالب زندانیان چې د بهرنیو ځواکونو په وژنه تورن دي نظربند ساتل کېږي

تاند، پنجشنبه د سنبلې ۱۳مه: د طالب زندانیانو د خوشې کولو لړۍ تېر ماښام بشپړه شوه، خو یواځې هغه ۷ تنه بندیان نه دي خوشې شوي چې د بهرنیو اتباعو په وژنه کې یې لاس درلود.

یو شمېر حکومتي سرچینو رسنیو ته تایید کړې چې تېر ماښام د طالبانو د پاتې ۳۲۰ بندیانو د خوشې کولو بهیر پای ته رسېدلی دی، خو یواځې ۷ هغه یې د حکومت په زندانونو کې پاتي چې قطر ته به ولېږدول شي.

راپورونه زیاتوي دغه ۷ طالب زندانیان ځکه نه خوشې کېږي چې د فرانسوي او استرالیايي ځواکونو په وژنه کې یې لاس درلود او په دوحه کې به نظربند ساتل کېږي.

تر دې وړاندې په قطر کې د طالبانو د مذاکره کوونکي ټیم مشر شېر محمد عباس ستانکزي د طالب زندانیانو د خلاصون مسئلې ته په اشارې سره ویلي وو چې فرانسه او استرالیا دې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي.

د ښاغلي ستانکزي په خبره دې طالب زندانیانو یواځې څو استرالیايي او فرانسوي پوځیان وژلي، خو زیاتوي چې یادو پوځیانو په سلګونه افغانان وژلي او باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

بلخوا ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي چې نن پنجشنبه به د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر او د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم قطر ته لاړ شي.

په ورته مهال بیا د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي چې د حکومت مذاکراتي پلاوی به نن دوحې ته روان شي، خو د ښاغلیو عبدالله او اتمر د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب