سه شنبه, مې 7, 2024
Homeمقالېاقتصادد کوچنیو او متوسطو کاروباري فرصتونو ایجاد

د کوچنیو او متوسطو کاروباري فرصتونو ایجاد

امین ستانکزی

کله چې هم موږ د نویو تجارتونو په اړه خبرې کوو نو ډېر وخت مو د تجارت له نوم سره د ډیرې پانګونې، د کاروبار لپاره د پراخ ځای، او ډیر امکانات فکر ته راځي. دا زموږ ستونزه ده چې کله مو هم د وړو تجارتونو فرصتونه نه دي پلټلي .

 د وړو کاروبارونو یو ښه والیدا دی چې، په لږ وخت کې یې د جوړیدو او خدماتو د ارایه کیدو قابلیت پیدا کولی شو. کله چې هم یو څوک دنده له لاسه ورکړي نو لومړی ځل حس کوي چې اړتیا ده تر څو خپل یو وړوکی کارو بار را پیل کړي  ډیری خلک به تاسې لیدلي وي چې د دندې له لاسه ورکولو وروسته ځان ته  د تسلۍ په پار وایي چې،  که نور نه شو یو وړوکی کارو بار به را پیل کړم یانې دا یوه تکیه ګاه غوندې ګڼلی شو نوره نړۍ کې د وړو کاروبارونو لپاره په دولتي او خصوصي کچه ادارې کارکوې او د ملاتړ او پایښت په پار ورسره مرستې کوي ځکه هغوی په دې  پوهیږي چې واړه تجارتونه باالاخره په سترو تولیدي او خدماتي کمپنیو بدلیږي . همدې اهمیت ته په کتلو د ملګرو ملتونو ادارې د وړو او متوسطو کاروبارونو د ملاتړپه موخه د جون ( ۲۷ ) مه نیټه نړیواله ورځ اعلان کړیده . 

په بریتانیه کې د 2014 میلادي کال د یوې څیړنې له مخې د بریتانیه اقتصاد ( 8 ، 49 )   فیصده په کوچنیو او متوسطو کاروبارونو باندې روان دی  

تعریف : 

واړه کاروبارونه هغه کاروبارونه دي چې په فردي ډول یاهم په ټولنیز ډولتولیدات او خدمات ارایه کوي، لږې سرمایې ته اړتیا ولري او عایدات یې لږ وي همدارنګه کم کارمندان ولري . نو دې ډول کاروبارونو ته موږ کوچني تجارتونه ویلی شو . پدې ډول تجارتونو کې پانګوال ، د تولید او خدماتو وړاندې کوونکی ، صلاحیت او مسؤلیت لرونکی او باالاخره مالیه تادیه کوونکی هماغه یو نفر د کاروبار مالک وي . 

یاهم له هغه وړو کاروبارونو څخه عبارت دی چې کلني عواید ، تولیدات او مالیه یې کمه وي او په کار لګیا کسان یې هم کم وي چې  له پنځلسو زیات نه وي .

خو د  Investopedia چې د 1999 یمو کلونو راهیسې په نړۍ کې د مالي او تجارتي مسایلو په اړه څیړنه کوي د تعریف پر اساس واړه او متوسط کاروبارونه هغه کاروبارونه دي چې خپله سرمایه ، عاید ، کارمندانو تعداد او کار ځای د یو تعین شوي مقدار تر حده وساتي . 

د وړو او منځنۍ کچې کاروبارونو لپاره د نړۍ هر هېواد خپل تعریف لري او همدارنګه د نړۍ هر هېواد

د کارمندانو د تعدا له مخې خپل ارقام لري دبېلګې په ډول اسټرالیا د وړو کارو بارونو لپاره ( ۱۵ )  اروپا ( ۵۰  ) او امریکا تر ( ۵۰۰ ) پورې کارمندان د کوچنیو او متوسطو کارو بارونو لپاره ټاکلي دي 

د اروپایي اتحادیې په یوه منل شوي راپور کې یې د کوچنی کچې تجارت لپاره ( ۵۰ ) تنه کارمندان ( ۱۰ ) میلیونه یوروسرمایه  او د منځنۍ کچې لپاره ( ۲۵۰ ) کارمندان او ( ۵۰ ) میلیونه یورو سرمایه شرط ایښي ديچې باید په همدې تعریف او فارمټ کې ځای پرځای شي . 

د افغانستان په سوداګریزو او سکتوري ادارو کې د کوچنیو او متوسطو کاروبارونو لپاره یو لړ شرایط شته د سوداګرۍ او صنعت وزارت او ددوی تر چتر لاندې ادارې د سرمایه ګذارۍ په درجه بندۍ کې یوازې انفرادي چې د انفرادي لپاره پنځه سوه زره افغانۍ او د شرکتي لپاره یو میلیون افغانۍ مقدار ټاکلی دی ویشلي دي  دا ادارې سرمایه ګذاري په درې برخو باندې ویشې چې کوچنۍ ، منځنۍ او ستر تجارتونه  

  د افغانستان  د مالیاتو د قانون د ( ۴ ) مادې پر اساس د کوچنیو مالیه دهنده ګانو او اصنافو لپاره یو ټاکلی او ثابته مالیه وضع کړې دوی  هم همدارنګه  مالیه دهنده ګان په وړو ، متوسطو او غټو برخو باندې ویشلي دي ،  چې مالیه یې د عوایدو او ګټې ، تاوان پورې تړلې نه ده (  البته دا چاره د کوچنیو کاروبارونو لپاره ده ) بلکې کلنۍ ټاکلی مالیه پرې وضع کوي چې لدې کټګورۍ بیا ربع وار لیستونه او کلنۍ اظهار نامې نه غواړي بس هماغه د یو کال تعین شوې مالیه ترې اخلي چې دېته کوچني مالیه ورکوونکي وایي 

خو د ښاروالیو له لورې دا برخه بیا په جلا توګه تعریف شوېده هغوی صنفي  جوازونه د سرمایې پر بنسټ نه ورکوي بلکې جوازونه یې د پېشې او مسلک په لحاظ وېشلي دي ، چې یو کلن جواز ورکول کیږي دوی د وزیرانو شورا له لورې د جوړ شوي قانون  د لومړی مادې لومړۍ فقرې له مخې چې د افغانستان د لومړي درجه ښارونو لپاره یې اعلان کړی دی ، صنفي جواز ورکوي او دا جواز د سرمایې پر بنسټ نه بلکې د مسلک او پېشې پر بنسټ دی .    

په افغانستان کې د وړو او منځنۍ کچې کاروبارونو اهمیت 

افغانستان غوندې په وروسته پاتې هېوادونو کې د وړو کاروبارونو ایجاد بیخي زیات مهم او د پلي کیدو وړ دی، ځکه د داسې هېوادونو وګړي  د سترو کمپنیو د جوړلو وس نه لري، په افغانستان کې د وړو کاروبارونو د ایجاد اړتیا له دېهم قیاسولی شوچې، ډیر افغانان بې روزګاره ګرځي او کلونه کلونه د دندې پلټنه کوي خو خپله ددې فکر نه کوي چې یو عادي کار وبار را پیل کړي، همدارنګه په نوره نړۍ کې د دولتي دندو سربیره شخصي کمپنۍ او ادارې هم په زیات حجم سره کارمندان استخداموي چې په افغانستان کې دا برخه هم بیخي په نشت حساب ده نو د بې روزګارۍ کچې کمولو لپاره لازمه ده چې کوچني کاروبارونه رامنځته شي.له بل پلوه، که وکتل شي افغانستان یو مصرفي هېواد دی چې خلک یې زیاتو خوړو، پوښاک ، روغتیايي خدماتو ، څیړنې او باالاخره یو عادي تولیدي او خدماتي برخې ته هم اړتیا لري نو دداسې یوه هېواد لپاره ضرور ده چې واړه کاروبارونه یې ایجاد، تقویه او باالاخره په سترو تولیدي او خدماتي کمپنیو بدلې شي .تاسې به لیدلي وي چې د ماشومانو د لوبو پلاستیکي سامان آلات ، د ماشومانو لپاره پاپړ ، چپس او چنړه چوړ غوندې عادي توکي هم موږ نه لرو نو ددې اړتیا له مخې باید چې دولت او عام خلک  کوچنیو کاروباري فرصتونه ولټوي هم به اوزګار خلک په کار شوي وي او هم به مو تولیدات خپل وي . 

د تجارتي نړۍ اوسنی فکر دادی چې ،  واړه کاروبارونه همداسې واړه نه پاتې کیږي د سترو کمپنیو لومړنی پل له همداسې وړو او له کمې سرمایه ګذارۍ څخه اخیستل شوی دی. د نړۍ سترې کمپنۍ چې اوس په نړۍ باندې راج چلوي یو وخت کې همداسې کوچنیو سرمایې ، کارمندانو او کم ځای څخه راپیل شوي دي چې اوس د نړۍ په هر کونج کې خپل تولیدات او خدمات خلکو ته رسوي،ځکه خو ورته د ایجاد لپاره اسانه قواعدو ، خام مواد، ځای او په کم سود قرضه ورکوي او کوچني کاروبارونو تقویه کوي 

په افغانستان کې کوم  واړه تجارتونه پیلولی شو ! ؟ 

(1 )  د تصفیه شوو اوبو خرڅلاو : اوس وخت کې نږدې د هر کور او هر کارځای اړتیا ده چې تصفیه شوې اوبه وپیري ، نو ددې لپاره کولای شو چې حتا بیخي په کمو امکاناتو هم دغه ډول خدمات عرضه کړو که چیرته د اوبو د تصفیې ، بسته بندۍ او نورو وړاندې کوونکو وسایلو کارولو سره هم کار پیل کړو نو لږې سرمایه ګذارۍ ته اړتیا لري چې تاسې به په ښارونو کې د تصفیه شوو اوبو وړاندې کوونکي او رسوونکي لیدلي وي چې په عادي کراچیو کې اوبه تر پلورنځیو، کورونو او کارځایونو پورې رسوي . 

( 2 ) د لبنیاتو خدمات : تاسې به د شیدو ، مستو ، پنیرو او نورو لبني موادو پلورونکي لیدلي وي چې یوازې یوه وړه غرفه یې د ښارپه یوه څنډه کې ودرولي وي او خپل کار وبار به کوي پدې ډول موږ بیخي کمې سرمایې او عادي یوې کراچۍ او وړوکي میز ته ضرورت لرو ترڅو کار پرې را پېل کړو.

( 3 ) پلاستیکي محصولات : پلاستیکي محصولات کار وبار یو له هغو کاروبارونو څخه دی چې کمې سرمایې او کمو کارمندانو ته ضرورت لري نو یې شروع کیدا اسانه او تقریبا د ډیرو خلکو د وسې کار دی په اوس وخت کې یې تقاضا هم زیاته ده د ماشومانو د لوبو له سامان را نیولې آن د کور د لومړنیو ضروري وسایلو پورې ټول پدې کټګورۍ کې راځي.

( 4 ) فلز کاري : کولای شو چې په ډیرو کمو امکاناتو د فلزکارۍ خدمات پیل کړو.فلز کاري هم د زیاتې تقاضا په ردیف کې راځي چې په ټولنه کې ورته زیاته اړتیا ده او تقریباً د هر کور اړتیا یې ګڼلی شو.

( 5 ) ژر تیار کیدونکي خواړه ( fast food   ) 

فاسټ فوډ هم د کمو امکاناتو پر مټ کولای شو چې یې را پیل کړو،کافي شاپ ، چایخانه ، برګر ، سوپ ، چپس ،چولې،سیخ کباب،شیریخ ، ژاله ،  پیکوړی ، سمبوسې او داسې نور پکې شامل دي لکه د ننګرهار ولایت یو څو مثالونه ( درمسال پیکوړې، امیرشهید بڼ چولې ، بلند غر سیخان، د کامې شیریخ ، د سراج العمارت بڼ چای ، د عربانو ګولایي او سلطانزي پلازې سوپ ، او داسې نور) 

( 6 ) د  پاپړو، چپسو ، خوږو ، ژاولو ، ګلشالي ، څټوونکو ، او چڼه چوړ تولیدي یاهم خدماتي کار وبار 

کله مو چې هم ماشومان په ژړا شي موږ ټول یې د غلي کولوکوشش کوو ټول کور پدې هڅه کې وي چې څنګه د ماشوم د پخلاینې لپاره ورته یو څه ورکړي او پدې هم پوهیږو چې ماشوم په ډیرو کمو شیانو هم غلی کیږي نو پورته ذکر شوي توکي د هر کور اړتیا ده کارو بار یې هم بیخي اسانه او کمې سرمایې او امکاناتو ته ضرورت لري . که یې تولید نه شو کولای نو یې په سترو او وړو پلورنځیو د وېش او خرڅلا خدمات خو یې بیخي اسانه او ارزانه طریقه ده . 

( 7 ) مشورتي خدمات

مشورتي خدمات هم کولای شو په اسانۍ او کمو امکاناتو سره پیل کړو د کمپنیو لپاره د ستراتیژیو، پالیسیو او طرحو په برخه کې مشورتي او فکري خدمات ترسره کړو داهم بیخي کمو امکاناتو خو ډېرو ماغزو ته ضرورت لري ، نوره نړۍ کې ددې برخې کاروبارونو تله درنه او د ډیر عاید لرونکي کارو وبار دی . 

( 8 ) رهنماي معاملات دفتر

په رهنمایي معاملاتو کې هم موږ کولای شو د نورو خلکو له ځمکو ، کورنو ، وسایلو ، امکاناتو او سرمایې څخه استفاده وکړو او خپل بزنس پرې مخته یوسو په دې کې د پارکینګ او کمیشن کارۍ لپاره زمینه برابریږي چې لږ ویښتیا او بازار پیژندلو ته اړتیا لري. 

( 9 ) تازه ګلانو پلورل

د تازه ګلانو خرڅلاو یو له هغو کاروبارونو څخه دی چې کمې سرمایې او وړوکي ځای ته ضرورت لري. د خوشحالیو په ورځو کې د تازه ګلانو اړتیا لیدل کیږي همدارنګه د خوښیو په مراسمو ، ډالیو او د مراسمو په ډیکوریشن کې هم په کار وړل کیږي.

په  ننګرهار کې د تازه ګلانو هېڅ پلورنځی نشته،دا کار ساده او بیخي کمې سرمایې ته ضرورت لري اما د ګلانو پالوونکي او ګل پیژندونکی باید دا کار وکړي . 

( 10 ) د کور ، کارځای او محافلو ډیکوریشن زده کړه 

موږ اړتیا لرو چې د کور او کار ځای ښه ډیکوریشن وکړو نو که یو څوک پدې برخه کې ښه وړتیا لري او یو څه اندازه وسایل ولري نو کولای شو چې لدې لارې خپله کورنۍ تمویل کړو . 

او په سلګونه نور واړه او متوسط کاروبارونه شته دی چې ، زموږ د ټولنې اړتیا ته په کتو یې را پیلولی شو خو دا هر څه جرآت ، حوصله او تر ټولو مهمه خبره داده چې د دولت له لورې ملاتړ لپاره باید ددې برخې لپاره ځانګړې بودیجه ، ځای او حتا بې سوده قرضې زمینه برابره کړي. 

د هغه نړیوالو تجارتونو نومونه چې په لومړي سر کې یې له ډیرو کمو امکاناتو پیل کړی دی . 

( 1 ) HP  computers (Hewlett Packard ) 

د HP  کمپیوټرونو او بریښنایي تخنیکي وسایلو کمپني چې په  1339 میلادي کال کې د ( Bill Hewlett  او David Packard   ) له لورې  د ( 538  )  ډالرو سرمایه ګذارۍ  څخه پیل کړی و.

 دوی په لومړي سر کې د یوه ګراج څخه کار اخیسته چې اوس په پرمختللې ټیکنالوژۍ کې یو ځلانده نوم دی، له  درې لکه زیات کارمندان لري چې په 2010 م میلادي کال کې یې ټولټال امدن 126 ملیارده ډالره وه . 

(2 )  Starbucks

سټار باکس د کافي څښلو یوه نوښت کوونکي کمپني  ده  چې په 1971 میلادي  کال کې دوه استادانو او یو لیکوال سره را یو ځای شول او په کار یې پیل وکړ،اوس یوه ستره کمپني ده چې کلنی عاید یې له ملیاردونو ډالرو اوړي د نړۍ په ( 55 ) هېوادونو کې  (17000 ) د خرڅلاو څانګېلري .

( 3 ) Subway

سب وی د رستورانت یوه شبکه ده  چې په 1965 میلادي کال کې دوه ملګرو په ګډه په ( 1000 ) ډالروسرمایه ګذارۍ  سره پیل کړی وه،دوی په لومړنیو لسو کلونو کې ځان ته ټارګیټ ټاکلی وو چې 32 څانګې به پرانیزو اوس په ( 98  ) هېوادونو کې ( 34000 ) څانګې لري او په (2010 ) م میلادي کال کې یې 15 ,2 ملیارده ډالره عاید لاره .

( 4 ) Mattel

میټل  د ماشومانو د لوبو سامان جوړوونکي کمپني ده چې په ( 1945  ) م میلادي کال کې یې په کارپیل وکړ په لومړیو کې یې د لرګیو له پاتې  شوونو څخه ماشومانولپاره د لوبو سامان او ماشومانو د ګوډیانو لپاره واړه کورونه جوړول او بیا به یې خرڅول اوس د نړۍ په اکثره هېوادونو کې د خرڅلاو څانګې لري چې،  د لوبو د سامان جوړولو تر ټولو ستره کمپني ده په  ( 2010 ) م میلادي کال کې یې ( 5, 9  ) میلیارده ډالره عاید لاره . 

(  5   ) KFC   (Kentucky Fried Chicken ) 

KFC    په1952 میلادي کال کې  د امریکا په کنټاکي ایالات کې  د کلونل هارلنډ ساندرز نومي کس له لورې را پیل شو نوموړي د سره کړو چرګانو په پخولو کې  مهارت لاره چې له یوه خاص فورمول څخه په استفادې یې د مشتریانو توجه را جلب کړه ښاغلي ساندرز خپل لومړنی کار د تیلو پمپ په خواکې  د لارې په سر له یوه واړه دوکانه را پیل کړ د 2015 میلادي کال د یوه راپور له مخې په شاوخوا( 123 ) هیوادونو کې له شل زره زیاتې څانګې لري چې شاوخوا اوه سوه زره کارمندان په مستقیم او غیر مستقیم ډول پکې په کار بوخت دي . 

له KFC  مخکې داسې ذهنیت وو چې ژر پخیدونکي او خوړونکي غذا ( Fast Food  ) یوازې برګر او چپس دي خو نوموړي دا ثابته کړه چې نا سور کړی چرګ هم په فاسټ فوډ کې راتللی شي.

یو وخت داسې راغی چې د ایالاتي حکومت له لورې سرکونه پراخه شول نو د ښاغلي ساندرز د خرڅلاو ځای هم پکې له منځه لاړ.په دې وخت کې نوموړي سره  ( 105 ) ډالره سرمایه وه خو نوموړي خپل مورال له لاسه ورنه کړ او له خپلې میرمنې سره یو ځای د امریکا نورو نږدې ایالاتونو ته لاړاو هلته یې د رستورانتونو سره د پخوونکي په توګه کار پېل کړ چې په هر تیار شوي پیکج کې دده له څلورو تر پنځه امریکایي  سینټه کمیشن و.

په 2001 میلادي کال کې د حیواناتو د حقوقو یوې ټولنې (PETA ) له لورې د اعتراض په ډول یاداوري وشوه چې نږدې هر کال د KFC  له لورې اوه سوه او پنځوس میلیونه چرګان حلالیږي چې دا یو لوړ رقم دی . 

د 2019 میلادي کال د راپور پر اساس KFC  (  49 ، 2  )ملیارده ډالره عاید لاره . 

لنډیز 

لدې ټولو خبرو او لاسوندونو معلومه شوه چې هر چا له یوه عادي څېز څخه پیل کړېدی لکه د انګلیسي ژبې دا مشهوره جمله کې چې وایي Everything starts as nothing.چې هر څه له هیڅ څه څخه پېل شویدي.

هغه نړیوالې کمپنۍ چې اوس د نړۍ په هر ګوډ ته خپل تولیدات او خدمات رسولي دي له ګراجونو ، سرک غاړو وړو دوکانونو  ، زیر زمینیو او د لیلې له اطاقونو را پیل کړی دي چې نن په ټوله نړۍ راج چلوي.

لنډه خبره داده چې د داسې کاروبارونو د ایجاد لپاره افغانستان ضرورت لري او ښه زمینه هم ورته برابره ده ځکه چې افغانستان یو مصرفي هېواد دی، دولت او پانګوال هم باید دې ټکې ته پام وکړي چې په نورو هېوادونو کې د پانګونې پرځای په خپل هېواد کې پانګونه وکړي. 

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    ورور امین ستانکزی ساب ، د ڼن ورځې دنیا په ځانګړې ډول افغانستان غوندې بیرته پریښودل شوي او جنګ ځپلي هیواد کښی ستاسو وړاندیزونه د پام او قدر وړ دي.
    خو زه فکر کوم لمړی سوله مهمه ده چې هر څوک کولای وشي په ډاډه زړه کار وکړي .
    بل د افغانستان دولت ډېري چارواکي خصوصن د تجارت، ترانسپورت، بریښنا ،ماليې ا.د.ن. برخو کې خپله ناراسته او غله دي ؛ له بلې خوا مافیايي کړیو لڼډغر د خلکو مینځ کښې خوشې کړي چې بې-مسولیته هر رقم جنایات ، چور او چپاول کوي او بیرته همدی غټې سرماېې او زیرماېې (معدنیات، تاریخی آثار ا.د.ن.) نورو ملکونو ته قاچاق او تور بازار کوي ؛
    که ځینو هیوادوالو په کمه سرمایه کوم حلال کسب هم پیل کړی وي ، زر افلاس کوي او حتی خپله خلک پاکستاني او ایراني او… محصولاتو ته تر خپلو هغو ترجیح ورکوي .؟؟؟.
    که ډ. غني ،دا لعنتي جنګونو او بګو مګو کښې نه وای نښتی ، زه باوري وم! چې لکه مالیزیا، سنګاپور ا.د.ن. مخ پر پرمختګ هیوادونو په دې ساحه کې ېې یو څه کړي وای ، خو افسوس چې افغانستان د باندې او له دڼنه ډیر زیات دښمنان لري .
    و من الله التوفیق

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب