Homeخبرونهپولنډ وايي، پوله ساتو یې څو تنه افغان پناه غوښتونکي نیولي

پولنډ وايي، پوله ساتو یې څو تنه افغان پناه غوښتونکي نیولي

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۱۳) پولنډ وايي، پوله ساتو یې ۱۰ تنه افغانان، چې روانه اوونۍ په بېلابېلو برخو کې په غیرقانوني ډول دې هیواد ته اوښتي وو، نیولي دي.

د پولنډي رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد پوله ساتو سږ کال ۸۰ تنه غیرقانوني پناه غوښتونکي، چې له سلواکیا او اوکراین څخه وراوښتي وو، نیولي دي.

تازه ۲ افغان پناه غوښتونکي د پولنډ‌ په جنوبي پوله کې او ۴ په شمال ختیځه پوله کې نیول شوي دي.

لومړني دوه افغانان له سربیا څخه په یوه لارۍ کې، چې پلاستیکي سطلونه یې بار کړي وو، پولنډ ته داخل شوي وو. د یوه عمر ۲۴ او د بل ۳۳ دی.

پولنډي رسنۍ د چارواکو په قول وايي چې د نیول شویو افغانانو قاچاقبران وايي چې له هر پناه غوښتونکي څخه یې ۹ زره یورو اخیستې وې.

د پولنډي رسنیو په وینا، هر غیرقانوني پناه غوښتونکی په ۶ میاشتې بند محکومېږي. خو دا احتمال هم شته چې ژر خپل هیواد ته بېرته واستول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...