چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeټولنیزڅرنګه انسان باید ژوند وکړي؟ | لیلا افغان

څرنګه انسان باید ژوند وکړي؟ | لیلا افغان

انسان ته خدای《ج》 فضیلت ورکړی او هغه یې اشرف المخلوقات بللی دی یعني پرټولو مخلوقاتو
غوره دی.
ټول کائنات یې د انسان لپاره پیداکړي او هغه یې د انسان په واک کې ایښي دي يعني د انسان لپاره يې مسخر کړي, خو انسان يې بیا د عبادت لپاره پيدا کړی دی.
سعدي شيرازي《رح》وايي:
ابر و باد و مه و خورشید و فلک در کارند
تا تو نانی به کف اری و به غفلت نخوری
همه از بحر تو سرگشته و فرمانبردار
شرط انصاف نباشد که تو فرمان نبری
د سعدي صاحب د وينا په تائيد سره رښتيا هم, چې ټول کائنات شپه او ورځ په منظم شکل سره لګيا دي تر څو انسان ته د ژوند کولو لار هواره کړي. اوس نو دا په انسان پورې اړه لري هغه لار چې کائناتو د ده لپاره هواره کړې ده د هغې څخه په ګتې اخيستنې سره څرنګه ژوند وکړي:
لومړی: انسان باید په ژوند کې ټاکلي هدف ولري, لکه څرنګه چې خدای《ج》 ټول مخلوقات د یو ټاکلي
هدف لپاره خلق کړي دي.
دویم: انسان باید په ژوند کې د وخت څخه پوره ګټه واخلي هر کله چې ورته د زدکولو موقع په لاس
ورغله يو څه دي زده کړي خپل وخت دي بې ځایه نه تېر وي, ځکه چې تېر سوی وخت بیا نه راګرځي.
لکه څنګه چې حضرت محمد 《ص》 فرمایلي دي:
[د زانګو څخه تر ګوره علم زده کړئ!.]
درېم: انسان باید په ژوند کې صبر او تحمل ولري, ځکه چې ژوند له ډېرو کړاونو او ستونزو ډک وي.
انسان باید خپل هدف ته د رسیدو لپاره د دي ټولو ستونزو او کړاونو سره مبارزه وکړي او د دي ټولو پر وړاندې
د غره په شان ودرېږي. کوم چا څومره ښه ویلي دي: چې د بادونو مقصد یوازې د
پاڼو رژول نه وي, بلکې د رېښو ازمایل دي, چې څومره ټینګې دې.
څلورم : انسان باید په ژوند کې قناعت ولري بې ځایه خواهشات او بې ځایه غوښتنې انسان په ژوند
کې ناکامه کولای شي. کوم څه چې په لاس کې لرو باید په هغه خوښ واوسو هغه وایي کنه: چې یا
خو خپل د هیلو په اندازه زیار وباسئ او یا خو هم خپل د زیار په اندازه هیلې وکړئ.
پنځم : انسان باید په ژوند کې ناهیلی نه شي, که څه هم د ژوند سیلابونه یې ټولې هیلې له ځانه سره
یوسي خوبیا هم باید هیله مند و اوسي, لکه څنګه چې ویل شوي دي: که ژوند دومره اسانه وای, نو
پیل به یې په ژړا نه ؤ.
شپږم: انسان باید د خپل ژوند څخه رازي وي دا سمه خبره ده چې هر څوک په ژوند کې ځانته
غمجنه کیسه لري, خو دا په دي معنا نه ده چې نور ژوند ونه کړو.
مشهورلیکوال شکسپیر وایي: کله چې مې بوټونه نه درلودل ژړل مې, خو هغه وخت مې ژړا
بس کړه چې ومې لیدل ځېني کسان پښې نه لري.
اوهم: د نورو لپاره ژوند کول دا ژوند یوازې د ځان لپاره نه وي باید د نورو لپاره هم ژوند وکړو,
ځکه چې انسان یو ټولنیز موجود دی او پرته له ټولنې ژوند نه شي کولای او په ټولنیز ژوند کې دا
لازمه ده, چې انسانان د خپلو ټولنیزو اړتیاو د پوره کولو لپاره د یو بل سره مرسته وکړي. ځېني وختونه خو باید
داسې ژوند وکړو که مو زړه خندا ته نه کېده, خو بیا هم باید د نورو لپاره و خاندو, ځېني و ختونه خو
باید د ونې په شان واوسو تر څو نور کسان زموږ تر سیوري لاندې ارامه خوب وکړي او ځېني وختونه خو
باید دومره مهربانه شو, چې د ماشومانو سره د ماشومانو په ژبه, د مرغانو سره د مرغانو په ژبه او
حالاتو سره د حالاتو په ژبه خبرې وکړو.
همدې ته ژوند وایي که چیرته پورته لارښوونې په ژوند کې عملي کړو، عمل پرې وکړو او د
خپل ژوند سرمشق یې وګرځو, نو بېشکه چې یو ښکلی ژوند به ولرو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب