Homeخبرونهولسمشر غني په پروان کې سېل ځپلې سیمې او خلک ویني

ولسمشر غني په پروان کې سېل ځپلې سیمې او خلک ویني

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۱۳) ټاکل شوې ده چې ولسمشر اشرف غني نن پروان ولایت ته لاړ شي او سېل ځپلې سیمې له نژدې وویني.

پروان یو له څو ولایتونو څخه دی چې په وروستیو کې سېل سخت ځپلی دی.

وروستیو سېلونو تر ټولو ډېرې مرګ ژوبلې په پروان ولایت کې واړولې.

د افغانستان حکومت ویلي چې سېل ځپلې سیمې به بیا ورغوي.

ولسمشر غني پتېیلې ده چې په پروان ولایت کې د سېل له کبله ویجاړ شوي تاسیسات بېرته جوړ کړي.

راپورونه وايي چې د پروان کانال یا اوبلارې د پاکولو او ترمیم چارې مخکې لا پیل شوي دي.

ولسمشر غني به نن له یو شمېر هغو خلکو سره وویني چې عزیزان یې په وروستي سېل کې مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...