جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنړیوالو د ایران د اټومي تړون د ژغورلو هڅې پيل کړې

نړیوالو د ایران د اټومي تړون د ژغورلو هڅې پيل کړې

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۱۳) یوشمیر نړیوالې رسنۍ وایي، چې د نړۍ ګڼو هېوادونو د ایران د اټومي تړون د ژغورلو هڅې پيل کړي.

راپورونه وایي، چې دا هڅې نړیوالو په ویانا کې په یوه کنفرانس کې پيل کړې، چې د ایران او نړۍ د ۵ ځواکمنو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

بل لورته د اروپايي ټولنې یوې چارواکې هیلګا شميد ویلي، چې یاده ټولنه دغه تړون ته ژمنه ده او په پوره توان به د دغه تړون د ژغورلو لپاره هڅه کوي.

د شميد په وینا له ایران سره د شته کشمکشونو د حل یوازینۍ لار د امریکا او ایران ترمنځ پر اټومي تړون عمل دی.

اوسمهال امریکا له دغه تړون نه وتلې ده.

سرچینې وایي، چې په ویانا کې بیا په غونده کې ګډونوالو هم د ایران له اتومي هوکړې ملاتړ کړی دی.

د ایران د اټومې تړون د ژغورلو هڅې داسې مهال د نړیوالو له خوا پيلیږي، چې هم مهاله ورسره د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې ورځ تربلې ترینګلې کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب