پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهامریکا د جرمونو نړیوالې محکمې پر غړو تازه بندیزونه لګولي

امریکا د جرمونو نړیوالې محکمې پر غړو تازه بندیزونه لګولي

تاند، پنجشنبه د سنبلې ۱۳مه: متحده ایالاتو د جرمونو د نړیوالې محکمې پر یو شمېر غړیو تازه بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي چې دغه بندیزونه د نړیوالې محکمې پر څارنوالې او ځینو نورو غړیو وضع شوي دي.

د نوموړي په خبره یاد بندیزونه ځکه وضع شوي چې دې محکمې غوښتل په افغانستان کې د امریکا پر کړنو څېړنې وکړي، چې دا د امریکا له داخلي قوانینو سره په ټکر کې عمل دی.

دجرمونو نړیوالې محکمې ځکه د امریکا غبرګون راپارولی چې غوښتل یې په افغانستان کې د طالبانو، امریکايي ځواکونو او افغان پوځيانو د جنګي جنایتونو په اړه پلټنې وکړي.

اوس امریکا ویلي هغه کسان او ادارې چې د نړیوالې محکمې له څارنوالې فاتو بنسودا سره په دې برخه کې همکاري وکړي له بندیزونه سره به مخ او په تور لېست کې به شامل شي.

ویل کېږي په دې بندیزونو کې د سفرونو محدودیت او د شتمنیو کنګلول هم شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...