پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني او ورسره پلاوی د پروان مرکز چاریکار ته رسېدلی

ولسمشر غني او ورسره پلاوی د پروان مرکز چاریکار ته رسېدلی

تاند، پنجشنبه د سنبلې ۱۳مه: ولسمشر غني  او ورسره پلاوی نن سهار پروان ولایت ته د وروستیو سېلابونو له امله د زیامنو شویو کورینو لیدو ته ورغلی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي ولسمشر به په دغه سفر کې د وروستیو سیلابونو له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره له نږدې وګوري او غمشریکي به ورسره وښيي.

پروان کې وروستیو خونړیو سېلابونو تر ۱۴۰ کسان مړه او شاوخوا ۱۲۸ نور یې ټپیان کړي دي، دغه راز په سګونه کورونه یې له منځه وړي دي.

د راپورونه له مخې یادو سېلابونو خلکو ته د ځاني زیانونو تر څنګ سخت مالي زیانونه هم اړولي دي، خو خلک په حکومت نیوکې کوي چې دوی ته یې په وخت مرستې نه دي رسولي.

تېره ورځ د پروان د والي ویاندې وحېدې شهکار وویل چې لا هم د جسدونو د راایستلو عملیات دوام لري او ښايي د مړو په شمېر کې زیاتوالی راشي.

پروان ته د ولسمشر د تګ د وروستیو جزیاتو لپاره له تاند سره پاتې شئ او خپل بروزر بیا بیا تازه کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب