سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهد غور پوهنتون په ۹ تنو ښوونکو او محصلانو کې د کورونا...

د غور پوهنتون په ۹ تنو ښوونکو او محصلانو کې د کورونا علایم لیدل شوي

تاند ( پنج شنبه، د سنبلې ۱۳) د غور پوهنتون یو شمېر ښوونکي او محصلان ادعا کوي، چې له دوه اونیو راهیسې د کورونا علائم په کې را پيدا شوي دي.

دوی وایي، سردردي ، ساه بندي، تبه او ځان دردي هغه علایم، چې روغتیا پالانو ویلي په پيدا کیدو سره یې د کورونا ناروغۍ وېره وي.

د یاد پوهنتون استاد حکیم فیضي رسنیو ته ویلي، چې دی خپله، دوه نور ښوونکي او دغه راز د غور د پوهنتون د انګلیسي ديپارتمنت ۶ محصلان د کورونا علایم لري.

خو په ورته مهال د یاد پوهنتون سرپرست سید شیراغا هاشمي وایي، تر دې دمه معلومه نه ده، چې یاد شمېر ښوونکي او محصلان په کورونا اخته دي او که نه خو په خبره یې تر څار او درملنې لاندې یې نیولي دي.

بل لورته بیا د غور د عامې روغتیا رئيس جمعه ګل یعقوبي وایيی، یې د دوی دنظارت له مخې په یاد پوهنتون کې هيڅ روغتیایي لارښوونې نه عملي کیږي.

د نوموړي په خبره د دې ادعا د اثبات لپاره به ژر خپل روغتیایي ټيم پوهنتون ته ور ولیږي څو معلومه کړي، چې په کورونا اخته دي او که نه.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروسیتو کې یوځل بیا په ټول هېواد کې د کورنا ویروس مثبتې پېښې ډیرې شوې، خو روغتیاپالان وایي لا کورونا ختمه نه ده او خلک باید روغتیايي لارښوونو ته جدي پام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب