پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهلغمان کې کليوالي مېرمنو تېره یوه میاشت ۲۹ غالۍ بازار ته د...

لغمان کې کليوالي مېرمنو تېره یوه میاشت ۲۹ غالۍ بازار ته د پلور لپاره وړاندې کړي

تاند (شنبه، دسنبلې ۸) دلغمان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مجیب الرحمن ضیا وایي، چې په دې ولایت کې د کليوالي ښځو اقتصادي پیاوړتیا پروګرام په چوکاټ کې تېره میاشت مرکز او قرغیو ولسوالۍ کې ګڼې غالۍ جوړ شوي.

نوموړی وایي په مرکز او قرغیو کې راستانه شویو ۳۷۰ کډوالو کورنیو باندې د غالیو د تولید وسایل ویشل شوي، چې دوی یواځې په تېره یوه میاشت کې ۲۷ غالۍ او ۲ ګیلمونه مارکېټ ته وړاندې کړي دي.

د نوموړي په خبره په ټولیز ډول د یادو غالیو بیه ۲۶۲۵۴۰ افغانۍ دی او په مارکېټ کې په ښه او لوړه بیه پلورل کیږي.

د یاد ریاست د مسولانو د معلوماتو له مخې د کليوالو ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام په چوکاټ کې لسګونه مېرمنې په کار بوختې دي، چې ورسره یې کورنی اقتصاد پیاوړی شوی دی.

مسولان وایي، چې په کور دننه د کورنیو اقتصاد پیاوړتیا او وګړو ته د کاري زمینې برابرول د دوی موخه ده او دا لړۍ به دوامداره ساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب