دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسولان: ننګرهار کې به ډېر ژر ۱۷۱ سړې خونې ګټې اخیستنې ته...

مسولان: ننګرهار کې به ډېر ژر ۱۷۱ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

تاند (شنبه، د سنبلې ۸) د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست مسولان وایي، چې په دې ولایت کې د ۱۷۱ سړو خونو چارې په بشپړېدو دي.

د دې ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس انعام الله ساپی وايي، چې دا سړې خونې د پيازو ساتلو جوړوي.

د نوموړي په خبره د یادو ۱۷۱ سړو خونو څلويښت سلنه چارې بشپړې شوي، چې په خبره یې په کې به اته زره ټنه پياز وساتل شي.

نوموړی زیاتوي، چې دغه سړې خونې به راتلونکې مياشت پورې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د یادونې ده، چې په ننګرهار کې سږکال شاوخوا شل زره ټنه پياز تولید شوي؛ خو بزګران اندېښنه لري، چې په کمه بيه پلورل کيږي او سږکال ګاونډيو هېوادونو ته يې هم د کورونا له امله لېږد نه دی پیل شوی.

خو بل لورته د دې ولایت د کرنې ریاست مسولان ډاډ ورکوي، چې ژر به د بزګرانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب