شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني د مصالحې د عالي شورا غړي اعلان کړل

ولسمشرغني د مصالحې د عالي شورا غړي اعلان کړل

تاند (شنبه، د سنبلې ۸) د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د یوه فرمان له لارې د عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې د ملي روغې جوړې عالي شورا او د دې شورا د رهبرۍ او سیاسي کمېټې د غړیو نوملړ اعلان کړ.

د دې فرمان پر اساس د ملي مصالحې د عالي شورا د مشرتابه پلاوي غړي په څلور برخو وېشل شوي چې ۱۹ غیردولتي، ۹ دولتي، ۸ ښځینه او ۱۰ د مشرتابه پلاوي غړي دي.

د غیردولتي غړیو په لیست کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالرب رسول سیاف، ګلبدین حکمتیار، عبدالکریم خلیلي، محمد محقق، عبدالرشید دوستم، محمد یونس قانوني، صلاح الدین رباني، محمد اسماعیل خان، عطامحمد نور، سید حامد ګیلاني، ذبیح الله مجددي، سیدمنصور نادري، عنایت الله شهراني، انجنیرمحمدخان، ډاکترصادق مدبر، محمداسماعیل غضنفر او مولوي خدایداد نومونه راغلي. همداراز د علماوو د شورا د رييس یادونه هم شوې خو نوم یې نه دی لیکل شوی.

د شورا د دولتي غړیو په سر کې د ولسمشر د دوو مرستیالانو ښاغلیو صالح ا و دانش نومونه راغلي ورپسې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمدحنیف اتمر، د ملي شورا د دواړو جرګو رييسان فضل هادي مسلمیار او میرالرحمان رحماني، د ولسمشر دوه سلاکاران حاجي الماس زاهد او مولوي جوره طاهري، او همداراز د سولې په چارو کې د دولت وزیر یادونه شوې ده.

د شورا ښځینه غړي:

صفیه صدیقي، نجیبه ایوبي، ماري اکرمي، ضیاګل رضايي، عالیه یلماز، فریده مومند، شیرین اوریاخېل او زرقا یفتلي.

د ملي مصالحې د عالي شورا د مشرتابه پلاوی:

عبدالله عبدالله، عبدالسلام رحیمي، عنایت الله فرهمند، اسدالله سعادتي، انجینره زهره مطهري، عطاالرحمان سلیم، حاجي دین محمد، محمداکرم خپلواک، محمدمعصوم ستانکزی او نورالحق علومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب