شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهحګمتیار وايي، هند په افغانستان کې ملېشه ځواک جوړوي

حګمتیار وايي، هند په افغانستان کې ملېشه ځواک جوړوي

تاند (شنبه، د سنبلې ۸) د پاکستان د بیزنس ریکارډر ورځپاڼې د راپور پر اساس،  د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار ویلي چې د افغانستان حکومت د هند په مرسته یو ملېشه ځواک جوړوي.

د ولسمشر غني په هغه فرمان کې، چې نن ارګ خپور کړ، حکمتیار د مصالحې د عالي شورا په مشرتابه پلاوي کې شامل دی.

د بیزنس ریکارډر د راپور له مخې، حکمتیار د جمعې د لمانځه په مهال وویل، د افغانستان حکومت د سولې مخالفت کوي او داسې اقدامات کوي چې د افغانستان لپاره به خطرناک عواقب ولري.

ده زیاته کړه، هند د پاکستان په خاطر د سولې د روانې پروسې مخالفت کوي او غواړي چې د افغانستان له حکومت سره په ګډه یو ملېشه ځواک جوړ کړي.

ده همداراز ادعا کړې چې د افغانستان حکومت د سولې مخالفت کوي او نه غواړي چې طالبان د اوسني نظام برخه واوسي.

د حکمتیار له ادعا سره سم، هڅې روانې دي چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې ملېشه ځواک جوړ شي.

ده دا هم ویلي چې د افغانستان حکومت هڅه کوي چې د سولې په لاره کې خنډونه جوړ کړي خو د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې موافقه به عملي شي.

تر طالبانو وړاندې ادعا کېده چې حکمتیار د پاکستان د پوځ او استخباراتو له ملاتړه برخمن دی. همداراز ادعا کېږي چې د افغانستان له دولت سره تر پخلاینې مخکې حکمتیار په پاکستان کې اوسېده.

حکمتیار په خپله ادعا کوي چې په کونړ کې و.

9 COMMENTS

  1. حکمتیار صاحب،ته په خپله د پاکستان د ملیشه بر حاله بریګیدیر یی.سردار داودخان حکومت چپه کولو لپاره د بوټو ته پناه وروړی وه،
    ۶۰ زره کابلیان د په ګډه له مسعود سره قتل کړل،
    بیا هم ځان ته انسان وایی؟ځان په زندی کړه،

  2. حکمتیار خو د ای ایس ای نماینده ده په افغانستان کي ۰
    بناا داخبري دی نه ګوي ده ته دنده سفارل کیږي چه داسي وه وایه ۰
    حکمتیار ثبات نه لري کله د ي دولت خلاف وي کله دانتخاباتو مخالیف وي ۰
    حکمتیار دکابل په ورانیدو او د۶۰زره کابلیانو مرګ هم نه مني ۰
    اودحکومت ضد خبري همیشه کوي ۰
    له ټولو نه مهیمه خبر ه داده چه ده ویلي که زه دامربکایانو په موجودیت کابل ته ولاړم دنبي امت دي نه یم ۰ اوس امریکایانو ترسیوري لاندي میلي اوچړ چي کوي ۰

  3. وایم بېشکه ګلبدینه ، سپی هم والله که دومره خپل څښتن ته وفاداره وي لکه ته چې پدې سپینه ږیره او د عمر پدې مرحله کې دومره پنجابیانو ته و فاداره یې . افغانستان د په بلا خو چې جهاد افغانستان دفاع پنجاب دې هېر نه شي .

  4. د ځینو ګوندونو ( ځینی یعنی ډیرو ) د مشرانو او کشرانو همدارنګه مستقلو او آزادو تحلیل ګرانو لویه تېر وتنه دا ده چی ځینی تاریخی خاصی پیښی د نوو زمانی او مکانی ادبیاتو په غیږه ( حتی ذهنی هندسه) کی څیړی یا نوی پیښی د تېرو زمانی او مکانی شرائطو په ظرف کی څیړی چی دا یو ډول ګمراه کوونکی تحلیلونه دی چی تر ملی ګټو ئې ملی تاوانونه ډیر دی.
    پاکستان او هند او ایران او شوروی او غرب او چین او عربی نړی ( مثلاً څلور لسیزی مخکی) زموږ د نیم وولس تر سترګو قدیس او د نیم وولس تر سترګو ابلیس ایسیدلی دی خو ددې څلورو لسیزو په اوږدو کی یا د وولس د عدسئې په کیفیت کی بدلون راغلی دی یا د هغوی په کړنو کی.
    بناً
    پاکستان نور هغه پاکستان نه دی کوم چی یو وخت ئې د شرمښ په وړاندی د یو مقدس سپی رول اداء کاوه بلکه نن پاکستان خپله د یو شرمښ پتوګه د افغان رمی په څیرلو بوخت دی چی د بده مرغه نن ځینی کسان او ځینی کړیانی بیا هم پاکستان ته د یو ناجی او ژغورونکی سپی په سترګه ګوری چی دا به سخته اشتباه وی.

  5. حکمت یار صاحب۰۰ الموت یاتی بغتته۰
    یعنی مرګ نا ګهانی راځی او سپین ږیری یاست۰
    دا مشوره در کوم چه دخپل وطن حقیقی تبعه اوسه۰
    د خدای لپاره نور دا د پنجاب نطاقی بس کړه۰
    تر اوسه هیڅ مرجع دا د هندوستان د ملیشو شرمونکی خبر نه دی ویلای۰
    تاسی په کوم اساس داسی درواغ نشر کوی و الله د یوه ماشوم لپاره درواغ شرم دی۰ه

    ځینی داسی خوی اغاز کا چه پردی یی خدمت ګار شی
    ځینی داسی خوی اغاز کا چه خپلوان ځینی بیزار شی
    زه د هندی سنګه ته ډیر اخترام لرم نسبت و پاکستانی مسلمان نما ته

    مننه

  6. د لوی شرم ځای دی چې ښاغلی حکمتیار هغه څه وایي چې ای اس ای یې په خوله کې ورکوي. دغهٔ بې همته سړي هېڅ بدلون ونه موند. دی د دې لپاره چې اوس د طالبانو د راتګ اوازې ګرمې دي، کوښښ کوي چې که باداران یې دهٔ ته هم کوم هډوکی ورواچوي او له نظره یې و نه غورځوي. ستاسو به په یاد وي چې حمیدګل ویلي وو چې: څومره چې زه پاکستانی یم، هغومره حکمتیار هم دی. دا د حکمتیار افغانیت دی چې لعنت دې وي ورباندې،

  7. د امریکا کابل ګوډاګیان د ۲۰۰۱ کال کښی د امریکا او انګلیس او ناتو له خوا پلانیز د ملت پر اوږو سپاره شوی او په تدریجی ډول ئي ګلبدین قاتل او ملی خائين په خاصو مراسیمو او دوه قصرونو تحفی کابل ته راداخل کړۍ شو او اوس ددی خائين پلان عملی کیدو او ښه تره زمینی برابرولو لپاره غلام قاتل ملی خائين ګلبدین داسی مردودی بابولانی وائي ، دده سره د امریکا ، انګلیس او ناتو حمایه کاملآ موجوده ده او دده او د کابل نورو غلامانو په وسیله غوښتل کیږی چی پنجابی پاکستان حاکمیت پر افغانستان خاوره د پنجابی قیدانی آي اس آی مصنوعی ملایانو له خوا تربیه شوی تش په نامه طالبان د صلحی فریبی شعار لاندی تکمیل شی ، لپاره ددی چی دا خائين پلان ښه تره او حتمی عملی صورت وموندلۍ شی لدی کبله دا خائينه وظیفه خائين او دافغانستان ملت دوښمن خلیلزاد ( همدا غلیس شیطان او د افغان ولس دوښمن ددی خائين پلان لپاره په ۱۹۸۲ کال کښي وګمارلۍ شو او نوموړی د کابل غلامانو او طالبانو غلامانو تربیه کوونکۍ دی او ددی حلقی کښی اشرف غنی هم د ابتدا څخه شامل دی ) ته وسپارل شوه ، وګورۍ د صلحی عالی شورا غړو لست ته ، پدی لست کښی دا ټول خائينین شامل دی او همدارنګه د طالبانو سره د کابل غلامانو مذاکری لست ته توجه وکړۍ ! تر څو چی ملی افغانان متحدانه ددی خائينو په مقابل کښي ملی او بین المللی اواز راپورته نکړی نو په ډیره فریبی سره به دا طرح شوۍ خائين پلان په اسانی سره عملی کیدونکۍ وی ، که افغانانو ته د افغانستان ملت ، خاوره ، د خاوری استقلال او د ملت دین او کلتور ګرانښت لری او دافغانی ملی غرور خاوندان وی نو باید په اتحاد سره ددی خائين پلان عملی کیدو پر ضد ملی او بین المللی اواز راپورته کړی او د تاسو څخه دا د ما اخیری سوال دی اوبس !!!!

  8. هغه ناپوه افغانان چه بعضي محترمينو يا دجهاد يا دمزهب يا د روحاني توب له لاري ځانته ګټلي او د افغانستان له کلتوره او نوم سره کينه لري هغه ته پاکستان لاس په ټټر ولاړ هم پيسي اوهم بنګلي ور کوي. پورتني انځور که وګورو کلبی څنګه خپل بادار ته په خندا ده او لکی ورته شوروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب