شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د یوه قومندان په ګډون د طالبانو د سرې قطعې...

ننګرهار کې د یوه قومندان په ګډون د طالبانو د سرې قطعې ۳۳ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تاند (شنبه، د سنبلې ۸) د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ د شرلعل خېلو دوبندۍ سيمه کې نن لس نيمې بجې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته نښته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي تاند وېب پاڼې ته وویل، چې لومړی وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړ.

نوموړی وایي په ځوابيه بريد کې د يو قوماندان په ګډون د وسله والو طالبانو د سرې قطعې شل غړي وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.

خوږیاڼی زیاتوي په دې نښته کې يو سيمه ييزو پوليس هم وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

2 COMMENTS

  1. سر لوړی دی وی د افغان قهرمان فوځ سربازان او افسران۰
    مونږ تل په تاسی فخر کړی او زمونږ د افتخار مرجع یاست۰
    نابود دی وی پنجابی مزدوران

    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب