Homeخبرونهپاکستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۸۰ کسان مړه او ټپیان...

پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۸۰ کسان مړه او ټپیان شوي

تاند، شنبه د سنبلې ۸: پاکستان کې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۸۰ کسان مړه او په سلګونه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې چارواکي وايي، چې دا سیلابونه په خیبرپښتونخوا، کراچۍ او سند ایالت کې راوتلي دي.

په ورته مهال د کراچۍ چارواکي خبر ورکوي چې دوی ته د اتیا کسانو د مړینې راپورونه رسېدلي دي.

د چارواکو د معلوماتو پر اساس د یادو کسانو له ډلې ۴۷ هغه یې له کراچۍ، ۱۴ یې پښتونخوا او پاتې نور یې له سند ایالت سره تړاو لري.

د چارواکو په وینا دا کسان د دیوالونو غورځېدو، د برېښنا شارټیواو دغه راز د تندر غورځېدو پېښو کې مړه او ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...