جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحکومت: طالبانو تېره یوه اوونۍ کې ۲۴۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله...

حکومت: طالبانو تېره یوه اوونۍ کې ۲۴۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند(شنبه، د سنبلې ۸) د کورنیو چارو وزارت وایي، تېره یوه اوونۍ کې د وسله‌والو طالبانو له لورې په بریدونو کې ۲۴۶ ملکي کسانو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې چې له ډلې یې ۶۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷۹ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزرات ویاند طارق ارین وایي، وسله‌والو طالبانو په تېره یوه اونۍ کې د هیواد په ۲۷ ولایتونو کې ۴۴۶ ترهګریز بریدونو ترسره کړي چې ۲۴۶ ملکي وګړو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې چې له ډلې یې ۶۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷۹ نور بیا ټپیان شوي دي.

نوموړي دغه راز ویلي، د یادې مرګ‌ژوبلې ډېره برخه په بلخ ولایت کې د وسله‌والو طالبانو له لوري په یو حیواني کلېنیک برید وو.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې را هیسې په هیواد کې د جګړې میدان لا هم ګرم شوی او هره ورځ د هیواد له بېلابېلو برخو د ملکي کسانو د مرګ‌ژوبلې راپورونه راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب