جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهوال سټریټ ژورنال: امریکا هڅه کوي څو په عراق کې د خپلو...

وال سټریټ ژورنال: امریکا هڅه کوي څو په عراق کې د خپلو عسکرو شمېر بیخي راکم کړي

تاند، شنبه د سنبلې ۸: وال سټریټ ژورنال په یوه تازه راپور کې ویلي امریکا غواړي تر راتلونکو درېوو میاشتو پورې په عراق کې د خپلو پوځیانو شمېر ۳۵۰۰ ته راکم کړي.

راپور چې د پنټاګون د یوه لوړپوړي چارواکي په حواله د نوم نه ښودلو په شرط خپور شوی پکې ویل شوي امریکا هڅه کوي څو په عراق کې د خپلو عسکرو شمېر بیخي راکم کړي.

د دغه چارواکي په خبره دا پروسه به درې میاشتې وخت ونیسي.

د هغه په وینا ممکن له همدې سره سره امریکا خپل ټول سرتېري له عراق څخه وباسي.

امریکايي چارواکو تر اوسه په رسمي توګه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو دغه هېواد ته د عراق د لومړي وزیر مصطفی کاظمي د سفر پر مهال داسې راپورونه ورکړل شوي چې ښايي امریکا په درې میاشتوکې له عراق څخه خپل ټول پوځیان وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب