Homeخبرونههلمند: ۵۰ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابریږي

هلمند: ۵۰ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابریږي

تاند(شنبه، د سنبلې ۸) د هلمند ولایت د کرنې ریاست وایي چې د دې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې ۵۰ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابروي.

دهلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د نادعلي په ولسوالۍ کې ۵۰ بېوزله مېرمنې د سبو او مېوو د پروسس په برخه کې روزل شوې دي، چې ډېر ژر به پر یادو مېرمنو د سبو او مېوو د پروسس اړونده توکي هم ووېشل شي، ترڅو دوی په خپلو کورونو کې په کار بوختې شي او د خپلې کورنۍ اړتیاوې ورڅخه پوره کړي.

نوموړی وایي، دغه برنامه د کرنې ریاست اړوند د کورني اقتصاد پراختیا پروژې له لوري په لاره اچول شوې، چې تر ډېره بې وسه، ناداره او اړمنې کورنۍ پکي په پام کې نیول شوي دي.

الکو وایي، د هلمند دکرنې ریاست په دې ولایت کې مېرمنو ته د کارموندنې په موخه د نورو فعالیتونو ترڅنګ د کورنیو بڼګیو او نوي بڼونو د جوړولو په برخه کې هم کار کوي او په خبره یې ددغو پروژو د پلي کولو موخه په دې ولایت کې، د سبو او مېوو د پروسس دودول، د کورنیو باغچو وده او پراختیا او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.

د یادونې ده، چې موده مخکې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او ناوې ولسوالۍ کې هم ۳۰۰ بېوزلو مېرمنو ته د کارزمینه برابره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...