Homeخبرونهپېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر میدان وردکو...

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر میدان وردکو ته تللی

تاند، شنبه د سنبلې ۸: پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني میدان وردکو ولایت ته تللی دی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې میدان وردکو ته د غلام بهاوالدین جیلاني د سفر موخه ددغه ولایت له ځايي چارواکو او د وروستیو سېلابونو له امله له زیامنو شویو خلکو سره لیده کاته بللي دي.

ښاغلي جیلاني ویلي چې دی به په میدان وردکو کې د سیلاب ځپلو وضعیت وارزوي، د مرستې وېشلو بهېر به څاري او له ځپلو شویو سیمو څخه به کتنه وکړي.

د سرچینې په خبره پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر به خلکو ته بشري مرستې هم ورسوي.

په ورته وخت کې هغه په میدان وردک ولایت کې پېښو سره د مبارزې دولتي کمېسیون په غونډه وویل چې، ۵۰۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو, ۲۰۰ کورنیو ته غیر خوراکي توکو او ۱۰ میلیونه افغانۍ لېږدولو لړۍ د سیلاب له امله زیانمن شوو ته د رسېدو په پار په دی ولایت کې پیل شوه.

باید وویل شي چې وروستیو سېلابونو د هېواد له نورو ولایتونو سربېره په وردکو کې هم خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...