Homeخبرونهچارواکي په کندز کې طالبانو ته د درنې مرګژوبلې اړولو خبر ورکوي

چارواکي په کندز کې طالبانو ته د درنې مرګژوبلې اړولو خبر ورکوي

تاند، شنبه د سنبلې ۸: د کندز ځايي چارواکي په دغه ولایت کې طالبانو ته د درنې مرګژوبلې اړولو خبر ورکوي.

د کندوز د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر سمونوال محمد حسین “قمرقول” وايي، امنیتی او دفاعی ځواکونو د ګډو عملیاتو په لړ کې د دغه ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د دهقان قشلاق قریه د طالبانو له شتون څخه په بشپړه توګه پاکه کړې ده.

د نوموړي په خبره د یادو عملیاتو په پایله کې یو عامه سړک چې له ډېرې مودې راهیسې طالبانو بند کړی وو بېرته د خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوی دی.

د کندوز د امنیت آمر زیاتوي چې په دې عملیاتو کې ۴۰ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...