شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او فرانسې ولسمشران د اړیکو پر پراختیا او افغان سولې...

د افغانستان او فرانسې ولسمشران د اړیکو پر پراختیا او افغان سولې تیلیفوني خبرې کړي

تاند (جمعه، د سنبلې ۷) افغان ولسمشر محمداشرف غني نن د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره تیلیفوني خبرې کړې دي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو په دې ټلیفونې اړیکه کې د همکاریو پر پراختیا، سولې پروسې او له افغانستان سره د فرانسې د مرستو پر دوام خبرې وکړې.

سرچینه کاږي د فرانسې ولسمشر له افغانستان څخه په ځانګړي ډول د سولې او بیا رغاونې په برخه کې د خپل ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ.

نوموړي دغه راز زیاته د افغان سولې له پروسې هم خپل ملاتړ څرګند کړ او ویلي یې دي، چې افغان دولت د سولې په برخه کې خپلې ټولې ژمنې عملي کړي دي او پر طالبانو یې غږ وکړ څو د اوربند په اعلانولو سره په خپلو ژمنو وفا وکړي.

په دغو ټلیفوني خبرو کې دواړو لوریو د طالب زندانیانو او طالبانو سره د افغان دولت د بندیانو د ازادولو پروسې په اړه هم خبرې کړې دي.

افغان او د فرانسې ولسمشران داسې مهال پر افغان سوله خبرې کوي، چې تېره ورځ د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي وو، چې ښایي را روانه اونۍ بین الافغاني خبرې پیل شي، خو طالبانو بیا ویلي، چې را روانه اونۍ د سولې د بین الافغاني خبرو د پیل هېڅ پلان نشته.
https://taand.net/%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%84%d9%88%d9%86%da%a9%db%90-%d8%a7%d9%88%d9%88%d9%86%db%8d-%d8%af-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d8%af-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88-%d9%be%d9%84%d8%a7/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب