شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د ورک شويو امریکایانو لپاره امریکا د ۵ میلیون...

په افغانستان کې د ورک شويو امریکایانو لپاره امریکا د ۵ میلیون دالرو انعام ټاکلی

تاند(جمعه، د سنبلې ۷) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د خپلو دوه ورک شویو امریکایانو د ځای ځایګي د معلوماتو لپاره ۵ میلیون دالر انعام ټاکلی دی.

۷۷ کلن امریکایي پاول اوربای پر ۲۰۱۴ کال په خوست په ولایت کې د افغانستان پر خلکو د یوه کتاب د لیکلو کولو پر مهال ورک شوی دی.

ویل کیږي، چې هغه د حقاني شبکې له مشر سراج الدین حقاني سره د مرکې لپاره د پاکستان وزیرستان ته تللی و.

دوهم کس ۵۸ کلن مارک فریریکس دی، چې د روان کال د جنورۍ پر ۳۱ په کابل کې ورک شو.

مارک فریریکس په افغانستان کې یو سوداګریز قراردادي دی او داسې انګیرل کیږي، چې د حقاني شبکې په بند کې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د دغو دوه کسانو په اړه هر راز معلومات به پټ وساتل شي.

د یاد وزارت د اعلامیې له مخې: ښاغلی اوربای په وروستي ځل پر ۲۰۱۴ کال د افغانستان پولې ته نږدې په خوست کې لیدل شوی دی.

هغه غوښتل پر ​​یوه کتاب د څېړنې لپاره له پولې تېر شي.

مارک فریریکس د فبرورۍ په لومړیو کې له کابل ښاره تښتول شوی دی.

هغه په ۲۰۱۰ کال کې کابل ته راغلی و او په ټول هېواد کې یې پر ودانیزو پروژو کار کاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب