جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهټرمپ په رسمي ډول د جمهوريپال ګوند نوماندي ومنله

ټرمپ په رسمي ډول د جمهوريپال ګوند نوماندي ومنله

تاند(جمعه، د سنبلې ۷) د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد ټاکنو لپاره په رسمې توګه د جمهوري پال ګوند نوماندې ومنله.

هغه د نوماندی منلو مراسمو په ترڅ کې خپل سیال نوماند، جوبایډن د چین پلوی او د امریکا په زیان وباله.

ټرمپ وویل:«هېڅکله هم رایې ورکوونکي د دوو ګوندونو ترمنځ د دغسې ښکارهو دوه لیده، دوې فلسفې او دو اجنډا سره مخامخ نه وو. دغو ټاکنو کې به پرېکړه وشي چې د امریکا خوب په وساتل شي او که د سوسیالسیت اجازه ورکړو چې زموږ برخلیک له منځه یوسي.»

د امریکا ولسمشر وايي چې چین د جوبایډن بریالي کېدل غواړي، خو دی به د یاد هېواد پر وړاندې خپل سخت سیاست وساتي.

ډونالډ ټرمپ د داعش ډلې د مشر، ابوبکر البغدادي، د ایران د سپاه پاسدارانو د قدس مشر، قاسم سلیماني وژل لاسته راوړنې بولي، خو په وار وار یې ویلي دي چې امریکا به له اوږدو جګړو وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...