یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهاتمر: پاتې طالب بندیان به دا اوونۍ خوشي شي

اتمر: پاتې طالب بندیان به دا اوونۍ خوشي شي

تاند(جمعه، د سنبلې ۷) د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر وايي، د افغانستان حکومت به پاتې متنازع طالب بندیان هم خوشي کړي.

اتمر دا خبره په واشنګټن کې د امریکا د سولې انستیتوت ته په انلاین کنفرانس کې وکړه، ویې ویل «موږ به د راتلونکې اوونۍ تر پایه تر ۵ زره ۶۰۰ ډېر طالب بندیان خوشي کړي وي.»

د افغانستان حکومت د هغو ۵ زرو طالب بندیانو له منځه، چې دې ډلې یې د خلاصون غوښتنه کړې، ۴۱۲۰ تنه خوشي کړي دي. پر دغو کسانو سربېره یې یو شمېر نور، چې طالبانو یې د خلاصون غوښتنه نه وه کړې، خوشي کړي دي.

اتمر له خوشي شویو او خوشي کېدونکو طالب بندیانو وغوښتل چې بیا د جنګ جبهې ته لاړ نه شي.

«طالبان دې پر خپله دې ژمنه چې دا کسان به جنګ ته نه ځي، ودرېږي.»

اتمر همداراز وویل چې راتلونکې اوونۍ به د افغانستان د حکومت او طالبانو خبرې په ډېر احتمال پیل شي.

د پنجشنبې په ورځ د پخلاینې د عالي شورا رييس عبدالله عبدالله هم ویلي و چې په ډېر احتمال به راتلونکې اوونۍ د سولې خبرې پیل شي خو د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر عباس ستانکزي دا موضوع رد کړه، ویې ویل چې تراوسه پورې لا د خبرو لپاره کوم پلان نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب