دوشنبه, مې 6, 2024
Homeکلتوراماني بنډار دويمه ادبي غونډه وکړه

اماني بنډار دويمه ادبي غونډه وکړه

راپور: وحيدالله اورياخېل

اماني بنډار د ۱۳۹۹ لمریز کال د زمري مياشتې په ۲۸مه پيل شو او وپتييل شوه چې په هرو دوو اونيو کې به يوه غونډه جوړوي. نن له پلان سره سم د اماني بنډار چې د غازي امان الله خان د خاطرو او پلانونو د عملي کولو له پاره به خپلې هڅې نه سپموي خپله دويمه دوه اونیزه غونډه جوړه کړه. 

په دې غونډه کې چې د کلام الله په سپېڅلو ايتونو سره پيل شوه، د وياندويۍ چارې د عبادالله بريال او د راپور ليکنې چارې هم د وحيدالله اورياخېل په غاړه وې. د غونډې د ارزښت په اړه لیکوال او خبريال حبيب وقار وویل چې دا ډول غونډې له کچې ډېرې ګټې لري: «که موږ دې ډول غونډو ته ادامه ورکړو، دا به د تنکيو ځوانانو له پاره ډېرې د ارزښت وړ وي، ځکه چې ځوانان په دې ډول غونډو کې ډېر څه زده کوي، دلته که په شعر یا په نثر کره کتنه کېږي، نو د غونډې ګډونوال دلته هره وړاندې شوې کلمه زده کوي او په خپلو شعرونو او ليکنو کې يې عملي کوي».

نوموړي همداراز زياته کړه چې دوی تر دې وړاندې هم په کابل ادبي بنډار کې په سلګونو ځوانان روزلي او دلته هم هوډ لري له ځوانانو سره کار وکړي، يو څه ور زده او يو څه ترې زده کړي.

له حبيب وقار وروسته شاعر او لیکوال نجي الله سمون هم خبرې وکړې، د غونډې له جوړوونکو يې مننه وکړه چې د ادب او فرهنګ له پاره کار کوي، نوموړي زياته کړه: «موږ په تمامه معنی له داسې غونډو ملاتړ کوو، دا ډول غونډې د ځوانانو له پاره خورا ګټورې دي او زه خپله له داسې غونډو ډېر څه زده کوم، نو هيله ده ادامه پيداکړي». نوموړي همداراز له ځوانانو وغوښتل چې په دې ډول غونډو کې خامخا برخه واخلي او خپل نظرونه له نورو سره شريک کړي.

له نجي الله سمون وروسته سميع الله همت دريځ ته وغوښتل شو، نوموړي وويل چې د غونډې له جوړولو يې لوی مطلب ادب او فرهنګ ته خدمت کول و او تر خپله وسه به د خپلو خلکو په چوپړ کې وي د ژبې او فرهنګ د بډاينې له پاره به هلې ځلې کوي.

غونډې ته، نجي الله سمون حبيب مظلوميار، قدرت الله، سميع الله همت، عبادالله بریال، اتل وقار، ايمل وقار، وحيد الله اورياخېل او ګڼو نورو شاعرانو شعرونه وړاندې کړل، د يادونې وړ ده چې د حبيب مظلومیار خاطرو، ترنم او غړنګو غونډې ته بېل رنګ او خوند ورکړی و.

راتلونکې غونډه دوه جمعې وروسته د وږي مياشتې په ۲۱مه د جمعې مبارکه ورځ د ماسپښين په درې نيمو بجو جوړېږي، شاعران، لیکوال او مينه وال دې خبر وي.

په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب