جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهد هرات اوسېدونکو په دې ولایت کې د نا امنیو د ډېرښت...

د هرات اوسېدونکو په دې ولایت کې د نا امنیو د ډېرښت له امله اعتراض کړی

تاند ( جمعه، د سنبلې ۷) د هرات یو اوسېدونکو په یاد ولایت کې د نا امنیو د ډېرښت له امله نن په اعتراض لاس پورې کړی وو.

اعتراض کوونکي وایي دا چاره یې د دوو ډاکټرانو د اختطاف په غبرګون کې ترسره کړه.

دوی خبرداری ورکړی، چې که حکومت د تښتونې پېښو د مخنیوي لپاره اقدام ونه کړي عمومي اعتصاب به پیل کړي.

دوی وایي په دې ولایت کې په دې وروستیو کې امنیتي وضعیت خورا ډېر خراب شوی او حکومت یې باید غمه وکړي.

هرات یو له هغو ولایتونو دی، چې پکې د اختطاف او نورو جرمونو پېښې تر نورو ولایتونو ډېرې دي.

خو بل لورته د یاد ولایت امنیتي چارواکي د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...