جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني یوځل بیا پرطالبانو غږ کړی، څو جګړه بنده او بین...

ولسمشر غني یوځل بیا پرطالبانو غږ کړی، څو جګړه بنده او بین الافغاني خبرې پیل کړي

تاند (جمعه، د سنبلې ۷) په ارګ په یوه خبرپاڼه کې په کندهار کې د نننیو چاودنو له امله د ملکیانو پر مرګ ژوبلې خواشینې ښودلې او د دې پېښې عاملین یې طالبان بللي دي.

خبرپاڼه کاږي، چې ولسمشر دغه راز د دې پېښو د غندلو ترڅنګ یو وار بیا پر طالبانو غږ کړی، چې د پردیو په لمسون په لویو لارو کې د ماینونو له اېښودلو او پر عامو خلکو له تروریستي بریدونو څخه دې لاس واخلي.

سرچینه وایي ولسمشر غني یو ځل بیا په ټینګار سره ویلي، چې طالبان دې د جګړې، تاوتریخوالي او وینې بهونې پرځای دایمي اوربند او سولې ته چې د ولس، حکومت او نړیوالو غوښتنه ده، غاړه کېږدي او ژر تر ژره دې له افغان سره مخامخ خبرې پیل کړي.

که څه هم وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې یې په ځلونو د افغان حکومت ادعاوې رد کړي دي.

ولسمشر غني داسې مهال له طالبانو د جګړې د درېدو او د بین الافغاني خبرو د پیل غوښتنه کوي، چې نن په کندهار کې دوو چاودنو ۱۷ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

د یادوو چاودنو مسولیت هم تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب