جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد ننګرهار د نوي والي په توګه ضیاء الحق امرخیل دنده پیل...

د ننګرهار د نوي والي په توګه ضیاء الحق امرخیل دنده پیل کړه

تاند(جمعه، د سنبلې ۷) د ننګرهار والي او په ولسي او سیاسي چارو کې د ولسمشر سلاکار ضیاءالحق امرخېل نن خپله دنده رسماً پېل کړه.

ضیاء الحق امرخېل د ننګرهار د والي په توګه نن د جمهوري ریاست د اداري چارو د لوی رییس فضل محمود فضلي او د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې مالي او اداري معین ستر جنرال محمد ایوب سالنګي له لوري خلکو ته ور وپیژندل شوو.

یاد والي د پیژندنې مراسمو وینا کې له ننګرهاریانو غوښتنه وکړه ،چې دده ملاتړ وکړي، ترڅو په دغه ولایت کې زورواکي او غاصبین له پښو وغورځوي.

والي په خپلو خبرو کې وویل، چې د عدالت تامین، د تړل شویو ښوونځیو بیا پرانیستل، د فساد پروړاندې مبارزه او د غاصبینو پر وړاندې قانوني اجرات او د رسنیو ازادي یې کاري لومړیتوبونه دي.

امرخېل زیاته کړه چې، د هیواد جوړول د بهرنیانو کار ندی او د غونډې له ګډنوالو څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه ،چې په ګډه ورسره د ننګرهار د ابادۍ لپاره کار وکړي.

ضیاء الحق امرخېل د پخواني والي شاه محمود میاخېل له تګ څخه شاوخوا یوه میاشت وروسته دنده پېلوي، چې په دې موده کې د ننګرهار ولایت د سر پرستۍ چارې د تمیم عارف لخوا پرمخ وړل کیدلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...