جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهفضلي:د روان کال ترپایه به ننګرهار لپاره ۲۰۰۰ ښوونکي په دنده وګمارل...

فضلي:د روان کال ترپایه به ننګرهار لپاره ۲۰۰۰ ښوونکي په دنده وګمارل شي

تاند(جمعه، د سنبلې ۷) د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس فضل محمود فضلي د ننګرهار د نوي والي په پېژند غونډه کې د خبرو پرمهال وویل، چې دجمهور رئیس د ځانګړې پاملرنې او لارښوونې له مخې به د روان کال تر پایه دوه زره ښوونکي د ننګرهار د پوهنې ریاست د چارواکو په غوښتنه پر دنده وګومارل شي.

نوموړي ویلي په دې سره به د ننګرهار پوهنې ریاست په چوکاټ کې دښوونکو ستونزه تر یو بریده راکمه شي.

فضلي دغه راز په ننګرهار کې د بریښنایي تذکرو دویش پر چټکتیا هم ټینګار وکړ او وې ویلې، چې دبریښنایي تذکرو په ویش سره به د ننګرهار داوسیدونکو کره احصایه معلومه او تر مخه به یې د پوهنې او روغتیا په ګډون دګڼو ادارو تشکیلاتي او بودیجوي ستونزې هوارې شي.

بل لورته د ننګرهار د ولایتي شورا غړي بیا په مرکزي حکومت نیوکه کوي او وایي تل یې له ننګرهار سره توپیري چلند کړی دی.

دوی وایي، له دې وړاندې هم دوی سره ډېرې ژمنې شوي خو عملي شوي نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب