تاند(جمعه، د سنبلې ۷) د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير محمد حنيف اتمر نن په تاشکند کې د ازبکستان د بهرنيو چارو له وزير عبدالعزيز کاملوف سره له دغه هېواده افغانستان ته د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا پر لېږد هوکړه وکړه.
د بهرنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو دغه راز د سوداګريزو او ټرانسپورتي اړيکو پر پراختیا هم توافق وکړ.
اتمر او کاملوف دغه راز د افغانستان د سولې په پروسې کې د ازبکستان د رول پر اهمیت هم ټينګار وکړ او د سولې به برخه کې يې د سيمې هېوادونو پر اجماع بحث وکړ.
د خبرپاڼې په حواله، د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير افغانستان د دغه هېواد په بهرني سياست کې يو مهم هېواد ګڼلی دی او هيله يې څرګنده کړې چې تاشکند ته د حنيف اتمر دغه سفر به د دواړو هېوادونو پر دوه اړخيزو اړيکو لا ښه اغېز وکړي.
کاملوف دغه راز د افغانستان د سولې په برخه کې د افغان دولت له دريځ د ازبکستان ملاتړ اعلان کړی دی.