جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهژوند ته مو شفا ورکړئ| جنرال دولت وزیري

ژوند ته مو شفا ورکړئ| جنرال دولت وزیري

اووم لوست

کوښښ وکړئ چې له خنډونو په اسانۍ تیر شئ،

په تیوریو خپل وخت مه ضایع کوئ، عملي کار ډیر ګټور دی،

له ځینو سوچونو څخه چې تاسو ته یوازې مزاحمت کوي او د بدلون مخه مو نيسي ځان وژغورئ،

ځینې وخت تاسو فکر کوئ چې ځینو اړیکو ته اړتیا لري، او خوشې کول يې در ته ستونزمن دي، خو په حقیقت کې ورته اړتیا نه لري. تاسو ژر مه نهیلي کیږئ. تاسو ووایاست: چې هوډمن یم چې د ناوړه او ناراحتوونکو اړیکو او اړتیاو ځان وژغورم.

تاسو به فکر کوئ، که چیرې ځان بدل کړئ له انتقادونو سره به مخ شئ. له انتقاده ویره ستاسو د پرمختګ او بدلون مخه نیسي.

تاسو باید په دې پوه شئ چې تاسو له ذهن لوړ یاست، تاسو به سوچ کوئ چې دا هر څه ستاسو د ذهن محصول دي، خو خبره داسې نه ده. ذهن یوه وسیله ده، څنګه مو چې زړه وي هغسي يې وکاروئ. تاسو تل خپل ذهن کنترول کړئ او داسې فکر مه کوئ چې تاسو نه شئ کولای چې خپل ذهن کنترول کړئ.

کله چې د بدلون له کومې ستونزې سره مخ شوئ، د خپل ذهن کنترول په لاس کې واخلئ او ووايئ چې بدلون ته چمتو یم.

تل پر خپل هوډ کلک ودریږئ، بریا به تل ستاسو په برخه وي، د بیلګې په توګه: که یوه کوچني ته چې هره ورځ په لسو بجو ویده کیږي ووايئ چې په اتو بجو ویده شه، د کوچني له سخت مقاومت سره به مخ شئ او که تاسو پر خپل هوډ کلک ودریدئ. تاسو به خپل هوډ کې هرومرو بریالي کیږئ او که نه کوچنی به هیڅ وخت په اتو بجو ویده نه شي.

تاسو په ټینګار سره ځان ته وویاست:

زه تشويشونه له ځان څخه لیرې کوم،

پر ځان ذهني فشارونه کموم،

له ویرې سره مخه ښه کوم،

له غوسې ځان ژغورم،

نور خپګان نه کوم،

پخواني محدودیتونه له ځانه لیرې اچوم،

او په سکون کې ژوند اختیاروم،

کله چې په غوسه کیږئ او یا د خپګان احساس کوئ، د دې پر ځای چې ور ته تسلیم شئ لومړې يې علت معلوم کړئ او بیا يې د رفع کولو په چاره پسې وګرځئ.

پخوانۍ او تیرې شوې پیښې یوازې د خاطرې په څیر له ځان سره وساتئ، خپل ذهن او حال په تیرو شوو پیښو مه مشغولوئ.

په نورو غوسه مه کوئ او د بخښلو وړتیا په ځان کې وروزئ، خدای تعالی په دې خوښیږي که تاسو نور وبخښئ خدای تعالی به تاسو وبخښي.

ځینې کسان له بخښلو مخکې د غچ اخیستلو په فکر کې وي او خپل ټول ذهن په دې بوخت ساتي. له غچ اخیستلو څخه بخښلو کې د خدای تعالی رضا وي. بخښل به درته سخت وي خو ثواب او خوند يې د غچ اخیستلو څخه ډیر دی.

که ورته ځیر شئ ستاسو په زړونو کې دومره مینه پټه ده چې ټوله سياره پرې خپلولای شي، په خپله مینه ځان ته شفا ورکړئ.

کرکه، غوسه غچ اخیستل او نورې ناوړې نادودې له ځانه لیرې وغورځوئ، یواځې مینې ته په زړه کې ځای ورکړئ ځکه په مینه کې شفا ده.

د ښاغلي صالح محمد صالح صاحب ژباړه

د کتاب نوم: خپل ژوند ته شفا ورکړئ

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب