Homeخبرونهپه کندهار کې درې بریدګر ووژل شول

په کندهار کې درې بریدګر ووژل شول

تاند(جمعه، د سنبلې ۷) په کندهار ولایت کې درې تنه بریدګر د امنیتي ځواکونو لخوا ووژل شول.

د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي رسنیو ته وویل چې نن ماسپښين شاوخوا ۲ بجې د کندهار ښار د اوومې امنیتي حوزې په سیمه کې ۳ وسله والو د پولیسو پر ګزمه برید وکړ.

د بارکزي په خبره چي د یادې حوزې د پولیسو په ځوابیه ډزو کې ۳ واړه بریدګر وژل شوي او پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

په کندهار ولایت کې وخت ناوخته دا ډول پېښې ترسره کېږي، چې خلک يې اندېښمن کړي او له امنیتي چارواکو یې د مخنیوي غوښتنه کوي.

یاده پیښه داسې مهال رامنځ ته کیږي چې، نن سهار د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د دوو چاودنو له امله ۱۳ ملکي وګړي ووژل شول او درې تنه نور هم ټپیان شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...