Homeخبرونهپروان کې د سېلابونو له کبله ۱۱۰ تنه مړه او ۱۲۶ ټپيان...

پروان کې د سېلابونو له کبله ۱۱۰ تنه مړه او ۱۲۶ ټپيان دي

پروان ولايت کې روغتيايي مسوولان وايي، چاريکارو ښار کې د سېلابونو راوتو له کبله د قربانيانو شمېر د ډېرېدو په حال کې دی.

د ياد ولايت د عامې روغتيا رييس عبدالخلیل حیدري رسنیو ته وویل، چې د چهارشنبې د ورځې د سېلابونو له کبله د مړو شويو شمېر تر اوسه پورې ۱۱۰ او د ټپيانو بيا ۱۲۶ ته رسېدلی دی.

د نوموړي په وينا، د قربانیانو شمېرې د ډېرېدو په حال کې دي او تر اوسه پورې د جسدونو او ټپيانو د پلټلو عمليات دوام لري.

د جسدونو او ټپيانو د پلټلو مسوولان د سېلابونو له کبله د قربانيانو د خپلوانو له قوله وايي، تر اوسه پورې ډېر جسدونه لا ورک دي.

تاند(جمعه، د سنبلې ۷) د چهارشنبې په شپه د سختو بارانونو او توفان له کبله د پروان مرکز چاريکارو، د کابل سروبي ولسوالۍ، کاپيسا، پنجشېر، وردک، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، نورستان، لغمان، خوست او يو شمېر نورو ولايتونو کې سخت سېلابونه راغلل.

د مسوولانو په وينا، د يادو سېلابونو له کبله د قربانيانو کورنيو سره نغدي مرستې شوي او د کورنيو د سروې له بشپړېدو وروسته به ډېر ژر د خوراکي او نورو توکو مرستې هم وشي.

له طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت مسوولان وايي، د لومړنيو شمېرو له مخې يادو ولايتونو کې د سېلابو له کبله ۱۵۰۰ د اوسېدو کورونه، لسګونه دوکانونه او ۱۱۵۰ جرېبه ځمکه له منځه تللې او همداراز ۶۰۰ څاروي هم مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...