جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهارزګان: د لارې د تړل کېدو له کبله ۱۸ تنه مړه شوي

ارزګان: د لارې د تړل کېدو له کبله ۱۸ تنه مړه شوي

تاند(جمعه، د سنبلې ۷) د ارزګان په چنارتو ولسوالۍ کې خلک او چارواکي وايي د وسله‌والو طالبانو له لوري د لارې د تړل کېدو له امله په دغې ولسوالۍ کې ۱۸ ملکیان د لوږې او ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

هغوې وایي، په یادې ولسوالۍ کې اوس ټول خوراکي توکي خلاص شوي او ان خلک د وښو خوړولو ته اړ شوي دي.

درې میاشتې کېږي چې وسله‌والو طالبانو د ارزګان د مرکز ترینکوټ او چنارتو ولسوالۍ ترمنځ غځېدلې لار د خلکو پر مخ تړلې او یادې ولسوالۍ ته هېڅ ډول خوراکي او غیر خوراکي توکي نه‌پرېږدي.

د چنارتو ولسوالۍ خلک وايي، وسله‌والو طالبانو ورباندې ځکه لاره تړلې چې د دوی په وینا د دولت تر ولکې لاندې سیمو کې ولې ژوند کوي.

د هغوې په وینا، وسله‌والو طالبانو ورته ګواښ کړی چې تر هغو به لار خلاصه نه‌کړي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته نه‌ وي ورکډه شوي.

د چنارتو ولسوال فیض محمد حنیفي هم په ولسوالۍ کې د درملو او خوراکي توکو د نشتوالي له امله د نارینه‌وو او ښځو مړه کېدل تأییدوي، خو وايي کره شمېر په لاس کې نه‌لري.

د ولسوال په وینا، وسله‌وال طالبان تل ملکي خلک د سپر په توګه کاروي او په دې سره غواړي چې افغان سرتېري تر خپل تأثیر لاندې راولي او ولسوالۍ ته سقوط ورکړي.

نوموړی وايي، که مرکزي اداره د چنارتو ولسوالۍ اوسېدونکو ژوند ته پام ونه‌کړي نو وېره شته چې انساني ناورین رامنځته شي.

وسله‌وال طالبان د دغې لارې تړل کېدل تأییدوي.

قاري یوسف احمدي چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې یاد لاره‌يې د ځينو مسایلو له امله تړلې او د تل لپاره به تړلې وي، خو نوموړي يې لاملونه یاد نه‌کړل.

د بشر حقونو څار ډله د وسله‌والو طالبانو دا کار د جګړې د قوانینو او د بشر حقونو خلاف بولي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د بین الافغاني خبرو د پیل امکان زیات دی خو د دغه خبرو د پیل وړاندې ړ طالبانو تاوتریخوالی ډېر لیدل کیږي.

9 COMMENTS

  1. په دغه کار سره که سبا سوله هم راشی آیا د شیخ ډالر(دلاور) بچیان، عباس ستانکزی بچیان، ملا برادر بچیان او د نورو شیخانو بچیان به افغانان وبښی. د ارزګان ماشومان، مریظان، بوډاګان او زنانه به هیڅکله دغه خلک ونه بښی.
    دغه کار د اسلام ضد، افغان ضد او بشر ضد عمل دی.

  2. هغه زورور الله دې د دغه عاجزانو پوښتنه وکړي، الله پاک دې په طالبانو کې مونږ ته د خپل قهر او جبر سترې نښې وښایي. رب مو تباه او ذلیله کړه طالبانو !!

  3. دا غیری اسلامی اوغیری انسانی وحشت ددی پنجابی وحشیانو طالبو غلامانو ته په کوچنیوالی کښي د آي اس آي قیدانی مصنوعی ملایانو مدرسو کښي ورذده کړه شوۍ دی ، ددوی او د کابل قاتلانو مفسدو غلامانو تر مینځ د صلحی شعارونه د افغان ملت غولول دی ، امریکا باید صلحی راوستلو ته صادق شی او پنجابی پاکستان سپۍ د خپلی دروازی وتړی او افغان ملت پریږدی چی خپله د یو ملی دولت خاوند شی ، دا وحشی کاؤبایان د خرس شوروی څخه هم زیاتره ظالمان دی !!!!

  4. د طالبانو دا کوم نوع جهاد دی چه د افغان مسلمان ملت خلاف جګړه روانه کړی ؟
    الله دی په دوی داسی عذاب نازل کړی چه د نړی د ټولو ظالمانو او قاتلانو د پاره عبرت شی .دا طالبان نه دی ، د انسانیت قاتلان او دښمنان دی ، بی شرمه د پردیو د اهدافو ابزار دی ، په سپینو جامو کی د وطن او افغان دښمنان دی . ددوی د پاره غټ شرم او خجالت دی چه بیاهم د اسلامی او شرعی نظام ادعا کوی . ددوی دغه کردار په دغه ۳۰ کونو کی ددی سبب شوی چه د افغان ملت په زړونو کی ددوی خلاف ډیره ژوره کرکه رامنځ ته شی.

  5. طالبان باید په دی فکر وکړی چه حکومت هغه څوک کولای شی چه د ولس زړونه ورسره وی ، نه هغه څوک چه د ټوپک په زور غواړی په ولس حکومت وکړی ، دا د بشری تاریخ او په خاصه توګه د افغانستان د تاریخ یو منلی درس دی .

  6. نه مو د اولس خونده شته او نه مو حکومت د اولس په غم کي ده.
    که طاليبان نران يي يو ګام د دهزارګانو تر کنترول لاندي برخو کي کيږدي، ځکه هلته اولس متفق او له ځانه په مرګ دفاع کوي.
    طاليبان هلته په زور کي دي چيرته چه پښتون اوسيږي، نو پايله به يي همداشانته وي.

  7. داسې کار خو والله که د ځنګله ځناور هم وکړي. ډاډه اوسئ که چېرې خدای مکړه طالبان د فاتحانو په څېر ارګ ته ننوځي، داسې نور غیر انساني کارونه او چارې به ترسره کړي چې هر په هېواد مین پښتون به په شرمو وشرموي. د کابل اوسنۍ اداره یا که حکومت ورته ووایو هم چندان د منلو ندی. بېچاره خلک هم په هغه کچه سیاسي شعور نه لري چې خپل ښه او بد یا ملي ګټې وپېژني. نو خدای دې د دغه ملت مل شي. درناوي

  8. دا ډېر لوی او نه بښونکی جنايت دی، هېڅوک د ملکيانو زورولو حق نه لري طالبان دې پوه شي چې تاسو په ظلم او استبداد سره حکومت نه شئ مخکې مو پوره دولت لاس کې و دا چې د خلکو ملاتړ نه و يوه مياشت مو د بهرنيانو سره مقابله ونشوه کولای.
    حکومت دنده لري چې هر څه ژر خوراکي او غير خوراکي توکې يادې سيمې ته ورسوي او لاره پاکه کړي، د حکومت دننه دومره فساد دی چې سړی ترې د ښو تمه نه شي کولای بيا پر افغان مېړنيو ځواکونو غږ کوو چې لاره خلاصه کړي او خپلو هېوادوالو ته اړين توکې ورسوي… مننه

  9. راسئ د خپل فریاد او چیغو د فریکانسی او څپو قدرت لږ غوندی پراخ او دا پیغام څلور پنځه شپږ زره کیلومتره د کلی د مَلَک ( امریکا او ناټو) ناپاکو غوږونو ته ورسوو:
    تاسی خو زموږ سره د غولو قرار داد امضاء کړی ؤ، معنی تاسی به د غولو څخه کود جوړوی او زموږ امنیت به راخوندی کوی.
    موږ نه پوهېږو چی:
    آیا ستاسو د نظامی ټکنولوژی پر اصالت اطمنان ولرو او که ستاسی پر خواخوږی او همکاری؟
    آیا تاسی نه سی کولای په یوه وړوکی ژبنی یا عملی اخطار دا د انګرېز بچان لدې انسانی ضد کړنو څخه منع کړای سی؟ که جواب ( نه ) وی یا ( هو ) په دواړو صورتو کی به موږ دا انتباه ولرو چی ستاسی ټولو لاسونه په یوه کاسه کی دی او اصلی هدف مو د مظلوم وولس تحقیر او تضریب او تخریب او امحاء ده او بس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب