Homeخبرونهپاکستان کې هم سیلابونو ګڼ خلک له ستونزو سره مخ کړي دي

پاکستان کې هم سیلابونو ګڼ خلک له ستونزو سره مخ کړي دي

تاند(جمعه، د سنبلې ۷) د پاکستان رسنۍ خبر ورکوي چې له درې ورځو باران وروسته د کراچۍ ښار په ګډون یو شمېر نور ښارونو ته سخت زیانونه اړولي دي.

په ورته وخت کې د کراچۍ پولیس وایي چې د باران له کبله اکثره لارې د اوبو له کبله بندې شوې دي او اوس خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ښاریان بیا د پاکستان د حکومت پر بې غورۍ نېوکه کوي او وایي سره له دې چې دوی د بارانونو له اټکل خبر و، خو بیا یې هم د پام وړ اقدامات نه دي کړي.

پر خواله رسنیو داسې ویډیو کلیپونه لاس پر لاس کېږي چې موټرې او لوی کانټېنرونه اوبو په مخه کړي دي او خلک د خپلو ځانونو د ژغورلو هڅه کوي.

ویل کېږی له تېرو ۹۰ کلونو راهیسی دومره سخت باران نه و شوی خلک وایي چې په لرو پرتو سیمو کې زیانونه ډېر دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بارانونو له امله د افغانستان په ډیری ولایتونو کې هم سیلابونه راوتلې چې، ګڼو خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...