تاند – پولورایډ کمپنۍ د (Hi-Print) په نوم یو کوچنی پرینټر جوړ کړی چې د موبایل ټېلفون عکسونه تر یوې دقیقې په لږ وخت کې چاپ کړي.
د دغه پرینټر د عکسونو سایز ۲.۳ پر ۳.۴ اینچه دی. دا عکسونه پر المارۍ، لپ ټاپ، بېک او هر بل ځای کې نښلول کېدای شي.
Play
دا جیبي پرینټر یو کارتریج لري او پر (iOS) اندروید اپلیکېشن سمبال دی چې د بلوتوت په وسیله له موبایل سره وصل کېږي.
د اپلیکېشن په مرسته کاروونکی عکس تر چاپ وړاندې فلټر، ډیزاین، روښان یا تت کولی شي.
د دغه پرینټر عکسونه په اوبو کې په اسانه نه خرابیږي او شا یې سرښناکه ده چې په هر ځای نښلول کېدای شي.