تاند(سې شنبه، د سنبلې۴) پاکستان وايي، د بهرنیو چارو وزیر یې نن له طالبانو په کلکه وغوښتل چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغانستان له حکومت سره ژر خبرې پیل کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر پلاوي ته وویل چې بین الافغاني خبرې د سیمې امنیت یقیني کولی شي.
د طالبانو پلاوی دوې ورځې وروسته له دې اسلام اباد ته لاړ چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، پر طالبانو د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۰۱۵ کال پرېکړه لیک په بشپړ ډول تطبیقوي.
قریشي د ملا برادر په مشرۍ له طالب پلاوي سره له خبرو وروسته وویل «پاکستان لېواله دی چې بین الافغاني خبرې ژر پیل شي څو په سیمه کې سوله او ثبات تضمین شي.»
ټاکل شوې وه چې د بندیانو له تبادلې وروسته د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د سولې خبرې پیل شي خو طالبان د خپلو ۳۸۰ بندیانو او حکومت د خپلو شاوخوا ۱۰۰ بندیانو د خلاصون غوښتنه کوي.
ظاهراً د بندیانو په تبادلې کې ځنډ د سولې د خبرو خنډ شوی دی.
په همدې حال کې طالبانو تشدد ته زور ورکړی دی. د ځینو راپورونو پر اساس په وروستیو کې د طالبانو په بریدونو کې سلګونه ملکیان هم وژل شوي دي.
د پاکستان د باندنیو چارو وزیر له طالبانو سره خپلو خبرو ته په اشاره وویل«موږ پر ستونزو او د هغو پر حلللارو مشورې وکړې.»
قریشي د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ونه وایه او یوازې یې لنډ توضیحات ورکړل.
خو د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دیپلوماتان وايي، قریشي له طالبانو سره د تاوتریخوالو د کمولو پر لارو چارو هم خبرې وکړې.
پاکستان، چې د طالبانو کوربه هیواد ګڼل کېږي، د دې ډلې له لوري د سولې او جنګ په پرېکړه کې اساسي رول لرلی شي.
له طالبانو سره د قریشي په کتنه کې د پاکستان د پوځي استخباراتو یا آی ایس آی مشر جنرال فیض حامد هم حاضر و.
د رویټرز پر اساس، شنونکي وايي، آی ایس آی په افغانستان کې له ټولو وسله والو ډلو سره پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل له وخته نژدې اړیکې لري او لا هم پر طالبانو پوره اغېز لري.
په همدې حال کې د پاکستان ډان ورځپاڼې د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی په قول ویلي چې طالب پلاوي د افغانستان د سولې د پروسې پر اوسني حالت او راتلونکو اقداماتو خبرې وکړې.
طالب پلاوی د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ورسېد.
د پنجابی پاکستان واکداران دوامداره په رسمی خپرونو کښي وائي چی مونږ طالبان د کابل حکومت سره جوړ جاړی ته هڅوو اما په واقعیت کښي طالبانو ته د امریکا او انګلیس په رهنمای خصوصی د فتنو او ددوی زیاتره اهمیت لوړلو قدمونو اخستلو لپاره لارښوونه کوی ، د امریکا له خوا د خپلو اهدافو رسیدو لپاره پر طالبانو زیاتر تکیه موجوده دی نسبت دی مردودو تنظیمونو غلامانو ته ، امریکا کوشش کوی چی دا غلامان داسی سره یو ځای کړی چی د پنجابی پاکستان ګټی هم په کښي تضمین وی او افغانستان کښي افغان ملت د زیاتره تباه شی او قتلونه نور هم زور واخلی او په پای کښی افغانستان تجزئي ته برابر شی !!!! اما شکر لا تر اوسه دا ظالم اجنبیان نشی درک کولای چی د افغانانو مینه او محبت د خپلی خاوری ، کلتور او مذهب سره د ځانو څخه هم زیاته دی او دا دافغان ملت هم پخوا او هم اوس اتومی سلاح دی او صادق وطندوسته منورین باید په پاکی سره لاسونه سره ورکړی او د ملت اواز خارج کښی په اتفاق سره راپورته کړی !!!!
په دې تصویر کې لیدل کیږي چې دا طالب مظلومان د عسکري نظام له اصولو خبر او تیارسئ ولاړ دي . داسې معلومیږي چې کومه ډېره مهمه او پټه خبره ورته کوي . او طالبان هم د اطاعت دی آمر صاحب غږ ورته کوي.
زده کوونکي په ټولګي کې د استاد لارښوونې اوري اود ځان سره ئې ياد داشت اخلي ، چې له ياده ئې ونه ووځي
قریشي افغان طالب مشران ښه چارج کړل.
دا بي ناموسه خو ويل چی موز ور باندی بندیزونه ولگول دا غول خور خو اوس ورسره ناست دی