نن سبا په نړۍ کې تر ټولو ښه پوځ د امریکا د متحدو ایالتونو ګڼل کېږي، ورپسې د روسیې، چین، هندوستان او جاپان نومونه راغلي، چې د بېلابېلو معیارونو له مخې ارزول شوي دي.
د دغه هېوادونو پوځونه د نظم، تجهیزاتو او روزنې له پلوه تر ارزونې وروسته درجه بندي شوي دي.
د هرې اردو له پاره د نورو اړینو امکاناتو لکه وسلو، تخنيک، لوژستیکي توکو، د اوسېدو ځایونو، ښوونې او روزنې تر څنګ بشري ځواک او له هیواد سره د مينې انګېزه ډيره مهمه ده.کله چې انګېزه نه وي، یو سرتېری په ذهني او فکري لحاظ دېته په اسانۍ نه چمتو کېږي چې د هېواد او خلکو د دفاع لپاره خپله سینه ډال کړي.
که پوځ له هره پلوه ښه اکمال او په ښو وسلو سمبال هم وي چې د بشري ځواک له پلوه کمزوری وي، بیا هم وسلې او نور امکانات په خپله جګړه نه شي کولای. یوازې اتل سرتیري کولای شي چې وسلې ښې وچلوي او د جګړې ډګر وګټي.
له هيواد سره د مينې انګیزه بیا په دې ټولو برلاسې ده، که چيرې سرتيری له هيواد سره مینه ونه لري او په زور د جګړې ډګر ته سوق شوی وي، مانا دا چې بری به هرو مرو د دښمن په برخه وي.
له نیکه مرغه هغه مينه چې افغان سرتیري يې له خپل هيواد او خپلو خلکو سره لري د تاريخ په اوږدو کې يې په لوړه انګیزه او غښتلي مورال د دښمن مقابله کړې او تل يې خپل هیواد ته د بریا ویاړونه ور په برخه کړي دي.
د پوځي تجهیزاتو، مورال او هېوادنۍ مینې تر څنګ د جګړې په تاکتیک پوهېدل ټول یو له بل سره تړلي دي، چې یو او بل بشپړوي، له غوره تدبر سره که دا هرڅه یوځای شي، په هر ډول جګړه کې د بریا ضمانت کوي.
امير عبدالرحمن خان په خپلو خاطرو کې ليکي:
«افغانان هغه ځواکمن وګړي دي چې په خپل هیواد کې د آس په مزله توند مزل کولای شي. کيږدۍ، غاړه کۍ، ټوپک او دیرش ډوډۍ چې د يوې مياشتې له پاره بسنه کوي، له ځان سره لیږدولای شي.»
یو سرتېری چې له خپل سر څخه تېر دی او د هېواد لپاره خپله سینه ډال کوي، تر شا یې یوه پیاوړې انګېزه شته او په افغانانو کې دا ځانګړنه له پخوا موجوده وه او ده.
نوموړی دا هم لیکي:
«د دوه پوځي ټولګیو تر منځ جګړه داسې وي، لکه دوه غرونه چې سره په سرجنګي ورشي.»
امیر عبدالرحمن خان زياتوي:
«د افغان سرتېرو سره بيا جګړه داسې ده، لکه چی غره سره ډغرې وهي او له غره سره ډغرې به هرو مرو خپل سر ماتوي.»
د امیر عبدالرحمن هدف دا دی، چې افغانان په مبارزه او پوځي جګړه کې غښتلي دي، ان په تش لاس هم پر دښمن ورځي.
انګریز (فرانک ای مارتین) چې د امیر عبدالرحمن خان او بیا وروسته يې د امیر حبیب الله خان په دربار کې ژوند کاوه، د افغان سرتیرو په هکله ليکي:
«په ټوله کې افغانان په ځانګړې توګه افغا سرتیري خورا ښې ځانګړنې لري دوی په کمو امکاناتو ډیر کار کولی شي. د دندې پر مهال د ستړیا د زغملو توان لري. په یوه څادر کې بې له شکايته ګوزاره کولاي شي. په غرونو کې نه ستړي کېږي، ډير زړور دي او ښه جګړه کوي.هر وخت جګړې ته چمتو وي.»
خو په جګړه کې د غوڅې بریا لپاره په سرتېرو کې نظم او ډسپلین هم جدي موضوع ده، چې په کار ده ورته پام وشي، یوازې زړورتیا کافي نه ده.
فرانک ای مارتین لیکي:
«د افغان سرتیرو ډیره لویه ستونزه د دوی تر منځ د ډسپلين نشتوالی دی. تر څو افسران له خپلې اتوریتې کار وانخلي، سرتیري په مشکل ورته اطاعت کوي. کله چې افسران د دوی سره له نرمۍ کار اخلي دوی فکر کوي چې له دوی وېرېږي او یا د بې عقل ګمان پرې کوي.»
دی لیکي:
«له بده مرغه افسران حتی جنرالان يې د جګړې په هکله کم معلومات لري او په مدرنو جګړو کې ډیر بریالي نه وي. دوی په چريکي یا ګرولايي جګړو کې خورا غښتلي دي. دوی تل د ګرولايي جګړو په واسطه منظمو پوځونو ته ماته ورکړې ده.»
ګرولايي جګړې خورا پېچلې وي، ځکه نو کابو کول یې هم ګران کار برېښي، خصوصا اوسنیو شرایطو ته په پام سره.
فرانک ای مارتین وايي:
«له افغانانو سره خپلې غرنۍ جغرافیه او د جهاد انګيزې ډیره مرسته کړې ده.»
افغانستان د یوه غرني هېواد په توګه تل د سیمه ییزو او نړیوالو جګړو په محراق کې و، ځکه د جیوپولټیک له اړخه لویو قدرتونو ته مهمه سیمه وه.
فرانک ای مارتین د خپلې لیکنې په دوام زیاتوي:
«افغان سرتیري خپل دښمن د بشپړ ماتې تر سرحده زغلوي.»
که له حقيقته سترګې پټې نه شي، په رښتیا چې افغان سرتیري د نړۍ د غښتلو سرتیرو له ډلی څخه شمیرل کیږي. دوی په ډیرو کمو امکاناتو سترې دندې تر سره کولای شي او د دې وړتيا لري چې د نړۍ د منظمو او غښتلو ځواکونو سره ډغرې ووهي.
له بده مرغه د افغان سرتیرو تر منځ د ډسپلين نشتوالی له پخوا یوه جدي ستونزه ده.
دغه ستونزه د منظمې او ښې ښوونې او روزنې په واسطه له منځه تلای شي. بله لویه ستونزه په پوځي علومو او پوځي هنر د افغان افسرانو کم پوهيدل دي. که د افسرانو روزلو ته جدي پاملرنه وشي او له هر افسر څخه د خپل مسلک او پوهې په اندازه ګټه پورته شي او د دې زمینه چمتو شي چې ښه وروزل شي او د ژوند شرایط يې هم ښه شي، نو دوی به په بشپړې افغاني مينې او ټول توان د سرتيرو په روزلو او د خپلې دندې په تر سره کولو کې له هيڅ کوښښ څخه دریغ ونه کړي.
ملي اردو او ملي پوځي ځواکونه د یوه هیواد د پت، عزت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې ضامن وي. د افغان ملي اردو سره مرسته او ملاتړ يې د هر سپیڅلي افغان دنده ده.
دروند وزیري صاحب،
آیا د بشر په ټول تار یخ کې به داسې ملي اردو تیر شوی وي چې د دولت او حکومت تقریباً ټولو پوځي او سیاسي مشرانو کورنۍ، شتمنۍ ، حال او راتلونکې یې ټول په نورو هیوادو کې وي؟ د اعلی سرقومندان، د هغه د لومړي مرستیال،دفاع وزیر، او د ملي امنیت سلاکار کورنۍ ، راتلوکې او ژوندونه یې له خپل هیواده دومره لري وې چې له روسیې پرته د هیڅ اتومي ځواک توغندي هم نه ور رسیږي. خو د چا پر خلاف چې ملي اردو جګړو ته لیږي د هغو د چړو ګوزارونه دې هم ددې اردو د سپاهيانو تنو او کورنیو ته ور ورسیږي. دا لویه مسله نه ده؟ په دې ولي نه یې غږیدلی؟
درناوی
دروند وزیري صاحب،
آیا د بشر په ټول تار یخ کې به داسې ملي اردو تیر شوی وي چې د د دولت او حکومت تقریباً ټولو پوځي او سیاسي مشرانو کورنۍ، شتمنۍ ، حال او راتلونکې یې ټول په نورو هیوادو کې وي؟ د اعلی سرقومندان، د هغه د لومړي مرستیال،دفاع وزیر، او د ملي امنیت سلاکار کورنۍ ، راتلوکې او ژوندونه یې له خپل هیواده دومره لري وې چې له روسیې پرته د هیڅ اتومي ځواک توغندي هم نه ور رسیږي. خو د چا پر خلاف چې ملي اردو جګړو ته لیږي د هغو د چړو ګوزارونه دې هم ددې اردو د سپاهيانو تنو او کورنیو ته ور ورسیږي. دا لویه مسله نه ده؟ په دې ولي نه یې غږیدلی؟ د جګړې غوندې یوه جدي شي چې بیه یې ژوند او وینه ده ډیر «راټول» او مضبوط «موږ» غواړي ، آیا داسي قیادت او سپاهیان یو دا ډول «موږ» جوړوي؟
درناوی