شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهکابل کې د ښوونځیو زده کوونکي په ټولګیو کې د شمېر له...

کابل کې د ښوونځیو زده کوونکي په ټولګیو کې د شمېر له زیاتوالي شکایت لري

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۲) د کابل ښار ښوونځيو يو شمېر ښوونکي وايي، په ټولګيو کې د زده‌کوونکو شمېر زيات‌والي له امله هر ټولګی تجزيه شو، خو د ټولګيو د مديريت په موخه بيا ټول ښوونکي غوښتل شوي او د اړتيا په صورت کې د شپږم او اووم ټولګي ښوونکي د دولس ټولګي زده‌کوونکو ته تدریس کوي.

دوی زياتوي، د يوولسم او دولسم نه ښکته ټولګيو ښوونکو څخه ډېر کله د کمکي ښوونکو په توګه کار اخیستل کېږي، ټولګي ته ځي او يوازې زده‌کوونکي نه پرېږدي چې بې‌نظمي وکړي.

د ښوونکو په خبره، د روغتيا وزارت له لوري ورکړل شوی، طرزالعمل یې تر ډېره عملي کړی او زده‌کوونکو ته یې خبرداری ورکړی چې له ماسک پرته دې ښوونځي ته رانه‌شي.

بل لور ته زده‌کوونکي هم له ورته ستونزې سر ټکوي او وايي، د ټولګيو له تجزيه کېدو وروسته ورته کله د دولسم او کله هم ورته د ابتدايي دورې ښوونکي راځي او تدریس کوي.

دوی زياتوي، په ښوونځيو کې یې له ټولو ورکړل شويو صحي مواردو څخه يوازې د ټولنیز واټن مراعاتول عملي کېږي او نورو مواردو ته یې هېڅ پاملرنه نه‌کېږي.

په ورته مهال د پوهنې وزارت ويانده نوريه نزهت بيا وايي، د ټولنیز واټن د مراعاتولو په موخه یې يو ټولګی په دوو ټولګيو وېشلي، په ښوونځيو کې د دولسم او يوولسم ټوليګو د ښوونکو کمښت له امله یې بيا ټولو ښوونکو ته هدايت ورکړی چې حاضر شي.

هغه زياتوي، د لومړي ټولګي له ښوونکي نيولې بيا تر دولسم ټولګي ښوونکي پورې د دې ظرفيت او وړتيا لري چې دولسم او يوولسم ټَولګي زده‌کوونکو ته تدریس وکړي او دا چاره عملا روانه ده.

افغانستان کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه څه د پاسه شپږ مياشتې مخکې ثبت شوه چې له امله یې د پوهنتونونو او ښوونځيو په ګډون ډېر شمېر عامه ځايونه د څو مياشتو لپاره تړل شوي وو، که څه هم اوس‌مهال روغتيا وزارت ډاډ څرګند کړی چې د مثبتو پېښو شمېر مخ پر ټيټېدو دی، خو د ياد وزارت مالومات بيا ښيي چې تر اوسه څه د پاسه ۳۸زره مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب