یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد بشر حقونو کمیسیون په تخار او بلخ ولایتونو کې د ښوونځیو...

د بشر حقونو کمیسیون په تخار او بلخ ولایتونو کې د ښوونځیو سوځول کېدل د طالبانو کار بولي

تاند، یکشنبه د سنبلې ۲: د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په خبرپاڼه کې راغلي د روان ۱۳۹۹ کال د تېرې سرطان میاشتې له ۲۵ مې نېټې تر اوسه پورې په ټول هېواد کې طالبانو او نامعلومو کسانو اووه بابه ښوونځي سوځولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي دغه ښوونځي په تخار، بادغیس، فاریاب، بلخ، غزني او میدان وردګو ولایتونو کې سوځول شوي دي.

دغه کمیسیون په تخار او بلخ ولایتونو کې د دوو ښوونځیو سوځېدو پړه پر طالبانو اچولې ده.

د افغانستان د بشر حقونو کمیسیون، پر عامه ځایونو هر ډول بریدونه د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو نقض او جنګي جنایت بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د فاریاب ولایت سیمه ییزو چارواکو هم ویلي وو چې د طالبانو ډلې اړوند کسانو په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د نجونو یو ښوونځی سوځولی دی.

د فاریاب د ځايي چارواکو په وینا وسله والو له دغه ښوونځي څخه د موضع په توګه ګټه اخیسته چې له امنیتي ځواکونو سره تر نښتې وروسته یې یاد ښوونځي ته اور ورته کړ.

که څه هم طالبان په دا ډول پېښو کې خپل لاس لرل ردوي، خو حکومتي چارواکي یې ددې ډلې کار بولي او وايي طالبان تل هغه کارونه کوي چې د افغانستان له عامه ګټو سره په ټکر کې دي.

1 COMMENT

  1. په شمال کې فعال وسلوال لنډه‌غر، د جمعيت بانډ قومندانان او ځينې نورې ډلې ټپلې د ښونځيو په سوځولو کې، د برښنا پايو په ويجاړولو کې ښکاره لاس لري، په شمال کې غير مسووله وسلوال چې اکثريت يې د جمعيت بانډ غړي دي د معادنونو غير قانوني استخراج، په خلکو تيری او غلاوې يې ورځينۍ چارې دي.
    په دولت، او په ځانګړې توګه په امنيتي ارګانونو کې د جمعيت بانډ تش په نوم جنرالان او قومندانان ځای پر ځای کړي ځکه په سرو سترګو غلاوې کوي.
    افغان دولت که غواړي چې حاکميت يې غښتلی شي بايد د جمعيت لنډه‌غر چارواکي له نظامي او ملکي څوکيو لرې او زندان ته يې واچوي کني ورځ تر بلې انزوا سره مخ کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب