یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد مالیې وزارت: روان مالي کال ۵ میلیارده او ۵۴۴ میلیونه افغانۍ...

د مالیې وزارت: روان مالي کال ۵ میلیارده او ۵۴۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي .

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۲) د مالي وزارت وایي د روان مالي کال د زمري میاشتې له ۱۷مې تر ۳۰مې نیټې پورې ۵ ملیارده او ۵۴۴ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوې دي.

د یاد وزارت په خبره، له یادو ملي عواید څخه، ۴۰۱ میلیونه یې له مستوفیتونو، ۶۹۴ میلیونه یې له مالیاتي عوایدو، یو میلیارده او ۳۳۴ میلیونه یې له غیر مالیاتي عوایدو او ۳ میلیارده او ۱۱۶ میلیونه یې له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي.

مالیې وزارت زیاتوي، د روان مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۰۳ میلیارده او ۷۲۹ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.

د مالیې وزارت په وینا، چې که څه هم کورونا د هېواد اقتصاد ته ډیر زیان رسولی خو په خبره یې اوس یې هم عواید نسبتا ښه دي.

له دې وړاندې حکومت هم اعلان کړی، چې د کورونا له امله په ټول هېواد کې د فقر کچه له ۵۵ څخه ۹۲ سلنې ته لوړه شوې ده.

عام خلک بیا په دې برخه کې حکومت پړ بولي او وایي که څه هم کورونا وبا نړیواله وه خو دوی وایي حکومت ولسونو ته لازم خدمات وړاندې نه کړل ځکه د بیکارۍ کچه ورسره لوړه شوه.

په افغانستان کې د کورونا ویروس لومړۍ پېښه د تېر کال په حوت میاشت کې ثبت شوه چې له هغه وخت راپدېخوا ۳۶ زره کسان پرې اخته شوي، همدارنګه له ۱۲۰۰ زیات کسان ترې مړه شوي دي او ددې سره سره یې د هېواد په اقتصاد سختې منفي اغیزې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب