سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeجنرال وزیريحالات کومې خوا ته روان دي؟/جنرال دولت وزیري

حالات کومې خوا ته روان دي؟/جنرال دولت وزیري

زه خو وایم:

اوسنی حالات خو د ډاکټر صاحب نجیب الله د واکمنۍ د مهال لوري ته روان دي.

راځئ .چې سره پرتله يې کړو:

هلته هم مجاهدین په هیڅ څه شي نه راضي کیدل، بې له دې چې حکومت ځان ته تسلیم کړي.

اوس د طالبانو پالیسی هم همدا ده.

هلته هم د سولې پروسه د ملګرو ملتونو له خوا وروستي پړاو ته رسیدلې وه.

اوس هم د سولې پروسه د امریکا د متحده ایالاتو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سره په همغږۍ کې وروستي پړاو ته نیږدې ده.

هلته هم د سولې خبرو سره یو ځای په ډیر شدت جګړه روانه وه.

اوس هم د سولې خبرې او شدیده جګړه ور سره یو ځای روانه ده.

هلته هم مجاهدینو اوربند نه کاوه.

اوس هم طالبان اور بند نه مني.

هلته هم پاکستان د همکارۍ ډاډ ورکاوه او د دې له پاره يې د ژنیو تړون لاس لیک کړ،

اوس هم پاکستان د همکارۍ ډاډ ورکوي او د امریکایانو او طالبانو تر منځ تړون هم د دوی په خوښه لاسلیک شو.

هلته هم قیمتی بشپړ اوج ته رسیدلي وه.

اوس هم د قیمتۍ همغه حال دی.

هلته هم بیکاري وه،

اوس هم له هغې بد تر حالات دی.

هلته هم ببرک کارمل پروسه رهبری کوله.

اوس هم د ببرک په څیر يې یو بل څوک رهبری کوي، او د ببرک په څیر د مشرۍ خوبونه ګوري.

هلته يې هم اردو ډیره کمزورې کړه.

هلته هم ټولو خلکو د سولې په پروسه باور نه درلود.

اوس هم له هغه حالت سره هیڅ تفاوت نشته.

هلته هم د مجاهدینو ویاندویان په کابل کې فعال وه.

اوس هم د طالبانو ویاندویان د مطبوعاتو د ازادۍ په نامه ښه فعال دي.

هلته هم د ډاکټر صاحب نجیب الله شاوخوا د ده ضد کسانو نیولي وه.

هلته هم روسانو د نظام د کمزورۍ له پاره کار کاوه.

اوس هم امریکایان همغه کار کوي.

هلته هم د واک له پاره د روسانو کاندید شمالي ټلوالی وه.

اوس هم د واک له پاره د امریکایانو کاندید طالبان دي.

هلته هم د نظام پلویانو واک مجاهدینو ته تسلیم کړ. لکه عظیمي، علومي، وکیل، کاویاني، یارمحمد، مزدک، بریالی، مومن، نور او په راس کې کارمل.

اوس هم د مسکو او قطر غونډې په همغه شکل روانې وي او په سر کې رهبری هم د یو چا په لاس کې وه او د ټاکنو له مهاله معلومیږي چې په نظام کې همداسې کړۍ موجودي دي.

نه ملت پوهېږي څه روان دي نه حکومت پوهېږي چې څه به کيږي.

پایله:

که ملت یو نه شي او د نظام تر څنګ د زړه له تله ونه دریږي او حکومت هم خپلو کړنو ته پاملرنه ونه کړي او په هغه کسانو چې په رښتیا د نظام پلویان وي او د پوره تجربې خاوندان وي باور ونه کړي فکر کوم چې د دښمن پلانونه به ډیر په اسانه تکمیل شي او هیواد به مو يوې بلې نا پایه جګړې په لور لاړ شي.

قوت د ملت په يووالي کې دی.

(( بریالیتوب په یووالي کې دی ))

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب