شنبه, مې 4, 2024
Homeمقالېد شهيد سردار محمد داؤد د واکمنۍ په هکله زما يادونه

د شهيد سردار محمد داؤد د واکمنۍ په هکله زما يادونه

پوهندوی عبدالرؤف خپلواک

د کابل پوهنتون پخوانی استاد


  د ليكوال فكري لورى:

ـ رښتينی هېوادپال هغه افغان دی چې بې نومه بې نښانه او د لوږې مړينه ومنى خو د کوم بل هېواد اجنټ او مزدور نه شى،

ـ   ترټولو ښه انسان هغه څوك دی چې نورو انسانانو ته زيات خير ورسوي، خو ترټولو بريالی انسان هغه څوک دی چې تر بل چا زياته حوصله، صبر، تحمل، تواضع او لورېینه ولري، کينه او کرکه هېره کړي، نورو خلکو ته درناوی او بخښنه يې عادت وي. 

ـ  تر ټولو ښه مسلمان هغه څوك دي چې اسلام ته ډېر معتقد او رښتينى مينه وال پيدا كړى،

ـ تر ټولو ښه هېوادپال هغه څوك دی چې خپل هېواد ته  ډېر دوستان  پيدا كړى، 

ـ  تر ټولو د خپلې ژبې ښه خذمتګار هغه څوك دي چې خپلې ژبې ته ډېر ويونكى او لوستونكى پيدا كړى، 

ـ   رښتيني خپلواك او آزاد انسان  هغه څوك دي چې د نافذ قانون غلام وي ځكه چې په قانون منلو كې د ټولنې آزادۍ او په آنارشۍ كې د ټولنې تباهى ده، خودی بايد هره شيبه د خلكو په ګټه د سياست او قانون د بدلون او ريفورم هڅې خپله دنده وبولي.


زه په ۱۳۳۴ کال کې دخوست دمرکز دلومړني ښوونځي څخه فارغ او په ۱۳۳۵ کال کې د کابل دابن سينا منځيني ښوونځي ته شامل او بيانو په ۱۳۳۷کال کې  ددغه ښوونځي څخه فارغ او د رحمان بابا لېسې ته شامل او په ۱۳۴۰ کال کې ددغه لېسې څخه هم فارغ اوورپسې  په ۱۳۴۱ کال کې  دهغه وخت د صدر اعظم محمد داؤد او دپوهنې او روزنې وزير علي احمد پوپل  په لورونه او پيرزوينه د المان فدرالي جمهوريت ته د لوړو زده کړو لپاره ولېږل شوم.

ما تر دغه وخت پورې د سياست سره دکتابونو يا خو ورځپاڼو له لارې کومه پېژندګلوي نه درلودله او يوازې د مارشال شاوليخان د يادداشت های من کتاب  مې لوستلی وه او تردغه وخته 

 پورې په افغانستان کې سياسي ګوندونه هم لا نه و جوړ شوي.

زما د هغه وخت ټوله سياسي پوهه دپښتونستان ترانه، د پښتونستان خپرونه، د قبايلو د رياست ځېنې خپرونې، د پښتونستان د مشرانو لکه خان عبدالغفار خان، اجمل خټک، خان عبدالوليخان، غني خان، خان عبدالصمد خان، خان محمد ايوب خان او داسې نورو دنومونو سره پېژندګلوي وه او بس .دهېواد په ننه سياست کې هم زما ټول معلومات دومره وه چې محمد داؤد خان د پنځه کلنو پلانونواو د رحمان بابا او خوشال خان لېسو رامينځته کوونکی وه.

کله چې المان ته راغلم نو دژبې دزده کړې په بهير او د تحصيل د پيل سره اوږه په اوږه په نړۍ کې دسياسي نظريو او سياسي ډلو پېژندنه او پر هغوی بحثونه روان شول  اوخبره خو ان  تر دې ورسيدله چې په ۱۹۶۴کال کې ما، رحمت ربي ځيرکيار، نوراحمد ميرازي، پياوګل صديقي، خزانګل تڼي  او يوه يا دوو نورو کسانو په اروپا کې د لومړي ځل لپاره د فرانکفورت په پوهنتون کې د لومړۍ افغاني محصلينو د ټولنې  پر اساسنامه او تاسيس  کار وکړ. همدارنګه زه په ۱۹۶۵ کال کې د فرانکفورت د پوهنتون د بشردوستانو دټولنې د مؤسسانو په ډله کې د هغې ټولنې د لومړني منشي  په توګه غوره شوم. 

کله چې زه په ۱۹۶۷ کال کې ديو څه څېړنو لپاره خپل هېواد ته ولاړم اوددغو څېړنو وروسته د هغه وخت دپوهنې وزير ډاکتر اکرم خان المان ته زما د بيرته تګ مخالفت وکړ، دا ځکه چې زه په المان کې د ده د کلتوري رياست پر مهال دده دفکر او تګلوري مخالف وم، نو زه  د ټاکلي وخت څخه زيات  پاتې شوم.

 کله چې زه په خپل هېواد کې د خپلې دريو مياشتو رخصتۍ څخه زيات پاتې کيدو ته اړ شوم، نو په دغه وخت کې هلته  د نويو راپيدا شويو سياسي ګوندونو، د دوی د ځېنو مشرانو  او په دې ترځ کې وياړم چې د شهيد محمد داؤد خان د شخصيت، اخلاقو او هېواد پالنې سره هم په مخامخ ليدنو کتنو کې اشنا شوم. 

ما ته  په دغه وخت کې تر ټولو مهمه کتنه د اروا ښاد شهيد محمد داؤد خان سره اماني لېسې ته مخامخ د ده په کور کې وه او په دغه وخت کې نوموړی ارواښاد بېکاره وه. زه يوه ورځ د نوموړي ارواښاد کورته ورغلم اوهلته  په دروازه کې مې د بازمحمد منګل په نوم يوه سړي ته ځان د عبدالرؤف تڼيوال په نامه ور وپېژندلو او 

ورڅخه مې د محمد داؤد خان سره د کتنې غوښتنه وکړه..

نوموړی زما خبره داؤد خان ته ورسوله چې دلته يو تن محصل چې د المان څخه راغلی دی او تڼيوال نوميږي غواړي چې ستاسو سره وويني.وروسته له هغې نو بازمحمد  منګل  زه  دده دکور سالون ته وروستلم. په سالون کې ما څو شيبې انتظارهم لا نه وه باسلی چې پخپله داؤد خان هم د پورتني پوړ څخه راښکته شو. بيا نو د نوموړي د مينې ډکې  ستړی مشې وروسته دوه په دوه په سالون کې سره څنګ په څنګ کښېناسلو او خبرې مو سره پيل کړې. 

نو له ستړى مشې او يو څه تشريفاتي خبرو وروسته ما ځان ورته په يو څه تفصيل سره معرفى كړاو ورته مې وويل   چې نوم مې عبدالرؤ ف، په قام  د خوست تڼى او په ۱۳۴۱ كال كې ستا سو او د  ډاكتر پوپل د 

پروګرام په چوكاټ كې فدرال آلمان ته لېږل شوى او اوس هلته د ټولنپوهنې، پوهنې او روزنې اومعاصر تاريخ په څانګو كې درس لولم. د دې تر څنګه له سياست هم سره مينه لرم. ارواښاد چې زما خبرې اوريدلې نو تندى يې  وارپه وار ورين كيدلو. او خوښى يې له ورايه برېښيدله. هغه به په تكرار سره ويل: „ ښه، د خوست تڼى، اوس په آلمان كې محصل او دومره هوښيا راو داسې نور“”

كله چې د پېژندګلوى خبرې پايى ته ورسيدلې نو ده راته وويل:“ګوره، ما ډېر کالونه په دولت كې كار كړي دى او وروستۍ دنده مې صدر اعظمي وه. تر زياته حده راته د دولت او سياست چارې جوتې دي. زه د ټول هېواد خلك  پېژنم. تاسې، دا پوه پښتانه ځوانان د افغانستان د آبادۍ او د خپلواكۍ ساتلوستره دنده او دخپل هېواد په مقابل کې تر ډېر زيات مسؤليت په غاړه لرى ځكه چې ستاسو برخليك د دې هېواد د آبادۍ، سوكالۍ او خپلواكۍ  د څرنګوالي سره تړلى دى. دا خبره ځكه كوم چې ماته د خپلې واكمنۍ په وخت كې معلومه شوه چې زمونږد هېواد د ننه ډېر شمېر داسې  روښانفكران شته چې له پرديو هېوادو سره تړاو لري او د پرديو د ګټو  لپاره  كاركوي. ٠“ 

 

 په دغه وخت كې شهيد داؤد خان زما تندي ته پام شو چې تريو شوځکه چې زه د ده ددې خبرې سره ورته موافق ونه برېښيدم.نو يې راته ګوته ونيوله او ويې ويل: „ تا ته وايم. ته به اوس فكر كوې چې دا سړى څومره مرتجع سړى دى. ٠ زه داسې وايم ،داتاسې غوندې روڼ اندي  به يې ګټي ، د هېواد ټول درانه بارونه، 

وظايف او  مسؤليتونه به داستاسو په غاړه وي ، خو څه چې ګټي، هغه به  له ټولونوروهېوادوا لو سره برابر وېشي.٠   زما د وينا مقصد دا نه دی چې ګوندې زه دافغانانو تر مينځ توپير کوم ٠ 

خو زه په دې باور يم چې ستاسې په شان  پښتنو پرته بل هر چا ته  د هېواد د بر خليك سپارل هېواد ته لوی خطردځان سره لرلی شي. نو دا تاسې غوندې پښتانه ځوانان بايد ټينګه ملا وتړي او دا هېوادداقتصادي پلوه ودان، سوكاله او خپلواك كړى. ٠„

د ده له خبرو وروسته ما ورته په آلمان كې د محصلينو او خصوصا افغاني محصلينو په روحيه، كړو وړو، په اروپا كې دځېنو سياسي پېښو او هلته د خلكو د فكر او ژوند د عمومي ميلان په هكله يو څو خبرې وكړې.

زما خبرې لا خلاصې نه وې چې شهيد  داؤد زما په خبرو كې راودانګل او ويې ويل: ”  „وګو ره چې نور 

هېوادونه څومره پر مختللي دي.٠ زمونږ څخه  حتى زمونږ ټولو ګا ونډيانو هم زيات پر مختګ كړى دى،  خو مونږ  په دې اوسنيو ټولو كړاوونو او بد بختيو  دا زما خاندان آخته كړي يو،  مونږ بايد ددې خاندان د  مصيبت او واكمنۍ څخه ځانونه خلاص كړو“  ٠

  مرحوم په دغه وخت كې ډېر احساستي شو او وروستۍ جمله چې ورڅخه په دري وويل شوه، نو زه هم په 




دري ور لګيا شوم٠ خو زما فارسي په داؤد خان اور بل كړ، زما خبرې يې پرې كړې  او په قهر يې وويل: „”دا مونږ چې فاسد شوي يو ، دا بس ده،ته زمونږ تقليد په هېڅ شي کې مه کوه،  ته پښتون يې او پښتون پاتې شه او پښتو وايه.“٠

زه چپ پاتې شوم.٠ د څو خبرو وروسته يې راته وويل چې ته سبا ته بيا راتللى شې؟ ما ورته هو وويل٠ده وويل ، ښه، سبا راشه.٠سبا ته چې ورغلم، نو د يوې پيالې چاى او څو خبرو  وروسته يې وويل  چې راځه چې وګرځو٠. ماورته هوكې کړل٠. بيا نو دده په زاړه كېفر فولكس واګون كې د پغمان په لوري،  د کارته پروان  او خو شال مېنې له لارې د پغمان په دوه لاري کې سملاسي كيڼ لاس د ميدان وردګو خواته او بيا د سړك ښۍ غاړې د چېلتن بڼ ته  سره ولاړو٠. هلته مو دده بڼ په ګډه سره  وكتلو.٠

 خدايبخښلي داؤدخان د خپلو بڼوالو سره په ډېره مينه او درناوي خبرې كولې.٠ د ه په هغه ورځ څو تنو پخوانيو بڼوالو ته د سړك په غاړه دکورجوړولو لپاره مځكه ور ووېشله.. ما ته يې هم وويل چې د يوه كور لپاره يوه ټوټه مځكه   درته  انتخاب كړه. ٠او ما ورته وويل چې زه اوس بېرته آلمان ته روان يم، كله چې بېرته راغلم نو بيا به ګورو.٠ زه اصلاا  زړه نا زړه وم.٠ ما فكر وكړ چې ګوندې ما به ازمايې .٠ او بله داچې ما  د عاشقان

 عا  رفان  د غره په لمن كې يوه كوچنۍ ټوټه ځمكه آخستي وه او دوه كو ټې مې هم په كې جوړې كړې وې، او په خيرخانه مېنه كې مې هم يوه نمره ځمكه له ښاروالۍ څخه آخستي وه. او هغه سيمه مې ځکه خوښه وه چې په ښار کې دننه پرته وه.

له اروا ښاد محمد داؤد سره خبرو اترو، د هغه په هېواد مينتوب، د هغه په كور كې ساده ژوند، د هغه مستعمل فولكس واګون، د هېواد په خاطر له خپلې كورنۍ څخه دده تېريدل، د هېواد د پر مختيا، پر مختګ او سوكالۍ  لپا ره دده پلانونو، د ده د لوڼو او زامنو د اخلاقو او ساده ژوند په هكله زما د معلوما تو ټولولو او دده د تېر ې واكمنۍ په هكله  زما څېړنو او داسې نورو پر ما د بل هر شخص يا ګوند څخه زياته 

اغېزه  وكړه.دلته راته دسید حسن پاچا خبره رایاد شوه.هغه راته یو ځل وویل چی دی د شهید داود خان دځوی ، ویس داؤد سره یو ځای په پولیتخنیک کی استاد وه. ویس داؤد به په یوه زاړه فولسواګون  موټرکی راتللو. دا موټر به زیات وخت خرابی لرلی او دی به یی په جوړولو لګیا وه. سید حسن پا چا دا هم وویل چی ما په خپلو ستر ګو ویس داؤد د کابل ښار د لیلامیو په دکانوکی ولیدلو چی هلته به یی ځانته دویم لاس مستعمل کالی اخستل. دغسی وه د پخوانی صدراعظم شهید داؤد خان ځوی چی مونږ ټول افغانان باید پر ده او دده په کورنی افتخار وکړو.

نوکله چې زه په ۱۳۶۷کې المان ته بیرته  راغلم پر دغه موضوع باندې مې يوه مقاله په (Saarbrucker Landeszeitung ) وليکله چې دده دهېوادپالنې او ملي مشرتوب په هکله يې رڼاوی اچولواو ما همغه وخت نوموړي خدايبخښلي“ دافغانستان دملي مشر“ په نوم وبللو.

په همد غه جريان كې ناببره داسې پېښه شوه چې ډاكتر اكرم خان د پوهنې وزارت څخه تبد يل او پر ځاى يې ارواښادډاكتر علي احمد  پوپل د دوهم ځل لپاره د پوهنې وزير په دنده وګمارل  شو..زه هم فورا ورته 

و رغلم او كېسه مې ورته تېره كړه.. نوموړي پرته  له سوال اوځواب  مربوط دفتر ته وليكل چې  د دريو تېرو

 ميا شتو بورس يې هم وركړى او  خروجي وېزه يې هم ورتياره كړى.. 

 بيا نو ما ورڅخه مننه  او يوه بله هيله هم وكړه چې كه د  پاكستان ويزه هم راته واخلي..هغه راڅخه وپوښتل چې هلته څه ته ځې؟  ما و رته وويل، ما د خپل تيزس  لپاره   ځېنې كتابونه لكه  پښتانه د تاريخ په رڼا كې، روحاني تړون او د اسې نور په كار دي.. نوموړي وخندل او ويې ويل، ما ته به هم يو ټوك د كوثر غورياخېل اثر“افغان يوريشين راوړې.؟“  ما هوكې كړه او پر بل سبا يې نوي ښار کې دبسونو تمځای څخه پښاور ته په بس كې ولاړم..

کله چې  هلته ورسيدلم نو په پښاور كې پر نورو سر بېره د مزدور كسان ګوند مشر افضل بنګښ  سره  اشنا شو م چې نوى له نشنل عوامي پارټي څخه بېل شوى و.. زه  ډېر ځلې دده دفتر ته ورغلم او هلته به  مې بزګرانو(كسانانو) ته دده تبليغات اوريدل..  نوموړي  وليخان ، اجمل خټك او داسې نور ارستوكراتان ،  فيوډالان او خانان  بلل. او غندل به يې. د ده انقلابي خبرو پر كسانانو يا بزګرانو ډېره اغېزه درلوده  او د ده ژبه ساده، اغېزه  ناكه  اوپه  ښه علمي ميتود  او  ډېر قوي منطق ولاړه وه.  

اجمل خټك مې ونه ليده ځكه چې هغه په سفر تللى و.. پنځه ورځې وروسته بېرته كابل ته ولاړم او ډاكتر پوپل ته مې دده  لپاره راوړي كتابونه  وركړل او پربل  سبا يې آلمان ته ولا ړم..

په المان کې مې پر نورو چارو سربېره په ۱۹۶۸ كال كې د آلمان جمهورريس ليوبكېLübke افغانستان ته پر رسمي سفر باندې يوه مقاله  په Saarbrücker Landeszeitung کې خپره كړه چې 

 

عنوان يې و: „يوازې   پر مختيايي مرستې د هر څه چاره نه ده.“

 په دغه مقاله کې ما پر نورومسايلو سربېره ليكلي وه  چې لكه افغانستان چې د آلمان بيا يووالي    په رسمي توګه غواړي، همدا شان بايد آلما ن  هم د افغانستان ديو والي يا يو كيدو  ملا تړ وكړي..

په بله خبره چې ما زور آچولى و، هغه دا وه چې افغانستان پر مختيايي مرستې مني خو خپله خپلواكي نه ترې قربانوي، لكه چې د افغانستان  پخواني صدراعظم او“ ملي مشر محمد داؤد“ چې د بولګانين او خروسچف  په مشرۍ د شوروي هيا ت كابل ته د سفر په وخت كې ويلي وو: „افغانان لوږه ، تنده او داسې نور كړاوونه زغملى شي خو  خپلې خپلواكۍ ته  د هېچا سپكوى نه شي زغملى“.

 

ما دا رواښادمحمد داؤد خان دا نظر د اتريشي ليكوال Klimburg  Max په كتاب „افغانستان دمينځينۍ  آسيا د ګواښ ډګر„ کې لوستلى وه چې اوس يې نه لرم.. د شهيد داؤدخان ددغې يادونې موخه د كرملېن مشرانو په غوږ  وهل وو  چې زمونږ  خپلواكۍ ته د اقتصادي انډيوالۍ په بهير كې تاوان پېښ نه

كړي ځكه دا به ناوړه پايلې ولري..او دا خبره رښتيا هم شوله.

 ما په  پر له پسې توګه علمي او سياسي كا رونه   ديو بل تر څنګه كول او دهغه وخت د افغانستان پر پاچاهي نظام مې هم تنقيد كولو، د ساري په توګه  يو ځل په ۱۹۶۸ كال كې په فرانكفورت كې د افغاني محصلينو د ټولنې له خوا يو ه كانفرانس كې چې د افغاني سفارت  څخه پر نورو  سربېره  د سفارت شا  رزدافېر توريالي 

اعتمادي هم په كې  ګډون كړى وه ،داسې پېښه شوه چې ما د  افغان ولس پر ضد د پاچاهي نظام  د تېرو 

وختو جګړې او ظلمونه ياد كړل او زمونږ د هېواد د وروسته پاتېوالي مسؤ ل مې همد غه رژيم وبللو.

 ما په  دغه غونډه كې ناست  تور يالى اعتمادي ته اشاره وكړه او هغه مې د دغه  شاهي خاندان غړى او د 

شا هي كورنۍ د جنايتونو  شر يك وبللو.. همدا وه چې كيڼ لاسي محصلين په اعتمادي پسې ورغلل او نوموړى يې اختطاف كړ..غونډه ګډه وډه شوه او دا سې څه وشول  چې  ما هم نه غوښتل..مونږ  افغانان سره ټول شوو، پرېكړه مو وكړه  چې دا زما نظر  د افغاني محصلينو د ټو لنې نظر نه بلكې زما شخصي نظر وبلل شي او د اعتما دي د خوشي كولو هيله څرګنده شي.٠

  بيا نو اوسنى ډاكتر رحمت ربي زيركيا ر ستېژ ته ولاړ او دا خبره يې غونډې ته وكړه.. همدا وه چې اعتمادي بېرته خلاص  شو.. خو له خلا صيد  و وروسته اعتمادي  څخه ګېله نه بلکې هغه زما ستا ينه

وكړه .

 د غونډې وروسته ز ه په دې باور وم چې توريالى اعتمادي به حتما زما بورس قطع كوي.. ما تعجب وكړ چې نوموړي زما پر ضد هېڅ څه  ونه  كړل.. 

ما اعتمادي بل ځل په ۵۳ ۱۳كال كې  د صحت عامه په ودانۍ كې  د شهيد دا ؤد خان  له خوا جوړه شوي لويه جرګه  كې وليد لو او زما سره يې ډېره مينه وښودله٠



کله چې د۱۳۵۲ كال د چنګاښ په ۲٦ نېټه  د ارواښاد محمد داؤد په مشرۍ  د پاچا محمد ظاهر شا ه پر ضد  كودتا وشوه او جمهوري نظام اعلان شو، نوزه دغه کاردومره حيران نه کړم ځکه  چې.شهيد محمد داؤد خان خو دغه دخپلې کورنۍ راپرځولو اراده ماته  په ۱۳۴۶کال کې بيان کړي وه او نوموړي خو  آن  په ۱۹۴۲ كال داګست په مياشت كې هم د خپلې كور نۍ پر ضد كودتا كوله خو  له جرمنانو او ايټاليا يانو سره پرځېنو  شرايطو جوړ نه رانغلو٠.

په هر صورت د۱۳۵۲ دچنګاښ بدلون زمونږ  لپاره يو غټ بدلون  و  ، خو ددې بدلون عاملينو عجيب تركيب درلود٠.د پرچم ډلې غړو به په څرګنده هر چېرې اوپه خپلو غونډو كې ويل، چې دوى  د جمهوري نظام اصلي چلوونكي دي٠.زمونږ ملګرو يوه ورځ د ارواښادمحمد صديق روهي په كوركې  غونډه درلوده چې ډاكتر نجيب هم ورته راغلو٠. مونږ غوښتل چې دا معمى راته څرګنده كړو٠.  زمونږ د تپوسونو په ځواب كې 

نجيب  اله داسې  وويل: 

  زمونږ د ګوند مشر ببرك كارمل له لوري  مونږ ټولو  ته هدايت راكړل شوى  دى  چې د جمهوريت پلوي وكړو.٠ زمونږ ګوند د جمهوريت او محمد داؤد  ملاتړ كوي٠. بله ورځ د ډاكتر محراب  الدين پكتياوال په كوركې  همدې خلكو غونډه وكړه  او هلته هم  د پر چم استازو وويل:  مونږ ته خپل رهبر هدايت راكړى دى  

چې كه د داؤد خان ټانكونه هم زمونږ پر سينه راخيږي، بيا به هم مونږ  دا شعارونه وركوو:

  „ زنده باد داؤد خان او پاينده باد جمهوريت„٠له دې غونډې وروسته. عتيق اله  نيازي  په هغه ورځ وويل: „ چې تاسو  دا شعار وركوئ نو د داؤد خان ټانكونه به …..وخوري چې ستاسوپر سينه باندې 

درخيږي“٠

څنګه چې ما ډاکتر نجيب د ده د تحصيل له وخته پېژندلو، دده ورېنداره ثرياد اقتصاد پوهنځي کې  زما 

شاګرده او دده پلار مې هم د ښاغلي اجمل خټک له لارې ښه پېژندلو، نو د دغې  مخكينۍ پېژندګلوۍ په بنسټ   نوموړى د داود خان د جمهوريت د اعلان وروسته يوه ورځ زمونږ كورته راغلو او ويل يې چې زما سره 

ضروري خبرې لري.٠ زمونږ په سالون كې مېلمانه وو نو د څنګ  كوټې ته ورسره ولاړم  ، بيا يې راته وويل  : „ ما د داخلې وزير فيض محمد سره خبرې كړي دي ٠.ته سبا وزارت ته  ورشه، نو هغه به  هغه ولايت  تا ته دركړي چې ستا خوښ وي.“ ٠.

 ما د ځان اوځېنوشخصي  ملګرو سره پر  دغه موضوع  د مصلحت  لپاره وخت وغوښت.٠  زمونږ ځېنې ملګري څو ځايه مقرر شول ،خو ما موافقه ونه كړه٠

.څو موده وروسته د   „  ملي غور ځنګ  ګوند „  ته د جذ ب كولو  لپاره  زما يو ډېر پخوانى ملګرى ډاكتر عبدالرحمان  څرك كورته راغلو، ما او زما د ملګرو  لپاره يې بلنه راكړه٠. ډاكتر عبدالرحمان څرك، د ډاكتر انورالحق احدي ماما ، چې بيا وروسته  د سمنګانو والي شو،  ما د ۱۳۴۶ كال  راهيسې  هغه وخت و پېژانده چې زه  له جرمني څخه افغانستان ته د اورګاډي په وسيله  تر انقرې اوبيا د بس په وسيله كابل ته ولاړم.

كله چې زه انقرې ته ورسيدم نو د افغانستان سفارت ته ولاړم او هلته مې  ځېنې افغانان وپېژندل او د هغوى په وسيله  د افغان ملت د  ځېنو غړو لكه ډاكتر  منير شينوارى، رسول دېوه ګلي، دلاور سحري او ډاكتر عبدالرحمان څرك سره  مې وپېژندل٠.ما د منير شينواري په كور كې شل شپې وكړې ځكه چې د  هغه ځاى افغانانو  ډېر خوند  راكړ٠.په پا  ى كې د  رسول دېوه ګلي سره يو ځاى كابل ته په سرويس كې  ولاړم.

  دوى ټولو د خپل نظامي، انساني طبابت او وترنري  تحصيل تر څنګه  له سيا ستپوهنې سره

  ز ياته مينه درلودله٠.كله چې زه د تحصيل وروسته هېواد ته ولاړم نو د دوى څخه هم يو يو هېواد ته راستنيدو.٠ نو په كابل كې مو سره زيات تماس او حتى ملګرتيا  شوه.٠

لنډه داچې  له  عبدالرحمان څرك  سره چې يو ځل  د افغان ملت  د ګوند مشر هم شو،  ترخبرو وروسته مې دا موضوع د خدايبخښلوصديق روهي، حكيم هلا لي او  ولي مندوزي، او دغه رازسيد كمال باختري،

 عتيق اله نيازي او عبد الناصر  ناصر سره  طرح كړه.٠ مونږ له سلا  مشورې وروسته له ښاغلي څرك سره يو ځاى  د  كورنيو چارو وزير  قدير نورستاني  سره  پرې خبرې وكړې٠.مونږ خپلې سياسي طرحې، د ګوند دغړو په تركيب، پخوانيو اعمالو، كړنلا رو او داسې نورو په هكله خپلې نظريې وړاندې كړې او د غور او بحث وړ   وړانديزونه مو مخكې كړل.٠

کله چې مې  د نوموړي سره د خبرو مخكې دلاور سحري هم وليد، چې د  ملي غورځنګ تيوريسن بلل كيده، نو زه نور هم ډاډه شوم چې همفكران شته.٠ خو د قد  ير خان خبرې او تحليل زمونږ ټولو خوښ نه شو٠. 

هغه ډېره راستګيرايي كوله او پر چپيانو  يي نيوكې درلودې.٠ د قدير خان خبرو مونږ زړه نا زړه كړو.، ځكه چې مونږ هم هغه وخت ځانونه چپيان ګڼل او زه خولا تر اوسه هم دروسانو او ځېنو چپيانو  دخيانت سره سره  په خپل چپيتوب پېښمان نه يم ،لکه چې دځېنو اسلامي تنظيمونوله خواداسلام مقدس دين ته  د خيانت سره سره مسلمان  پاتې شوی يم او پاتې به  هم  شم . زه چپيتوب د عدالت پالنې او بشر دوستۍ په مفهوم  د اسلام دسپېڅلو اصولو سره برابر بولم ،خو بدبختانه دغو دپرديوپه لاس جوړشويوګوډاګيو چپي او اسلامي ډلوددوی د بادارانو د دموخو سره سم ډېر خلک د چپيتوب او اسلام څخه بېزار کړل  .

هغه  وخت ما ته دلاور سحري دوه ځلې پوهنځي ته راغى او ما ته يې وويل:  „ پر خلقيانو او پر چميانو باور مه كوه.٠ دوى ځانونه خوشي مترقي بولي.٠ اصلا دوى د روسيې جاسوسان دي.٠ زه دوى پېژنم چې د خپل هېواد  ګټې نه بلكې د روسيې ګټې غواړي او ز  مونږ هېواد د روسيې پر  مستعمره  بدلوي.“   ٠

 د الومړي ځل و چې ما  پر دلاور سحري د يوه مرتجع ګومان وكړ، خو په  پاى كې دده خبره رښتيا  وختله او زما ګومان غلط٠ سره له دې چې ما لا تر اوسه هم د  ملي غورځنګ  ګوند ته زړه ښه كولو، خو د پوهنتون په درسي كوټو كې مې د ګوند اصول څېړل او د غړو په  تركيب مې هم په ډاګه  نيوكې كولې.٠

  زمونږ د ملګرو تر مينځ هم دتاييد تر څنګه ګوتنيوى هم  په كلكه روان و٠.زما او زما د ملګرو فكر دا و چې دغه نوى ملي غورځنګ بايد د كيڼ اړخو ګوند ونو  په ګډون  اوهمكارۍ د يوې عادلانه  او پر مختلونكي  ټولنې  لپاره لار ه پرانيزي او مونږ ته ددې ضرورت برېښيده چې د خلقيانو، پر چميانو، افغان ملتيانو، مساواتيانو  او داسې نورو چپو ډلو  ملاتړترلاسه كړي٠

4 COMMENTS

  1. ښاغلی پوهندوی عبدالرؤف خپلواک صاحب
    په ډیر درناوی سلامونه او احترامات!
    ښاغلی پوهندوی صاحب ډیر منندوی یم، چه د شهيد سردار محمد داؤد د واکمنۍ په هکله دیی يادونه کړیده. د افغانانو کمبختی وه چه شهید محمد داؤد خان یی ځمونږ څخه ډیر ژر واخیست، که نه پاکستان به نن په پنجابیستان بدل وای. او افغانستان به په لوی افغانستان بدل وای.
    د معلوماتو په اساس مرحوم ډاکتر صاحب دلاور سحری ۱۵ کاله مخکی د ورپیښی ناروغی له کبله په خپل کلی(وانت) کی په حق رسیدلای دی.

    ښاغلی مرحوم ډاکتر صاحب دلاور سحری چه د نورستان د وانت وایګل دری اوسیدونکی وه. ډیر پوه او یو دردوونکی واقعی افغان وه.

    مرحوم ډاکتر صاحب ته ما د کاکا جان لقب کاروه، ځکه هغه په کابل کی ځما د پلار دوست او همفکره وه.
    ډاکتر صاحب ته دیی الله ج جنتونه ورکړی زه یی د مرګ څخه ژغورلی یم. البته د ۳۰ او ۴۰ دقیقو په مینځ کی. ځما د مرګ داسی حالت چه زه تری هیڅ خبر نه وم، کله چه د خپل مرحوم کاکا جان په اشاره او وروسته د اشاری څخه راته کاکا جان په غوږ کی یو څه وویل؟ کله چه پوه شوم خپل ځان می د صحنی څخه راوویست.
    روح دې ښاد وی
    والسلام

  2. پسله څو میاشتو ( ډیرو میاشتو ) د ښاغلی محترم ځیرکیار نوم تر سترګو سو.
    نوموړی مخکی په بریښنائی – ډیجیتالی بانډارخانو کی ښکاریدی خو دا ډیره موده کیږی چی نوم او لیکنی ئی نه تر سترګو کیږی. هیله ده جوړ او روغ او خوښ اوسی او د ډیجیتالی غیابت علت ئی کوم ځوروونکی علت نه وی.

    • استاد خپلواک سلام
      ستا دلیکنې پیل ډېر په زړه پورې ټکی لری . خدای دې وکړی چې کله ناکله په تاند کې را ښکاره شې.موږ تاند له دیرو تبصرو څخه په تنګ کړی. زه به هم یوه خاطره در سره شریکه کړم . دکابل پوهنتو ن یو څو استادان زموږ کور ته راغلل دې وخت کې زما ورور جراح په هندوستان کې دتخصصی په پروګرام مصروف وه . اوزه له تهران پوهنتون څخه بیرته راستون شوی وم داکتر عمر محبت د کابل پوهنتون دطب په پوهنځی کې د پتالوژی استاد وه نو له عمر سره زما ورور دیر بلد وه .دې وخت کې عمر محبت د پوهنې وزارت ددوم معین په صفت کار کاوه .استادانو وویل چې موږ شهید داودخان ته څلور ورقې دیر مهم مسایل لیکلی مخکې له دې چې داود خان داسلامی نړۍ هېوادونو ته سفر وکړ ی دا ورقې باید تر لاسه کړی او یا دې له موږ سره لیدنه وکړی .لاړو د ماسپښین دوه بجې وې سکرتر یی وویل معین صاحب تیلیفون کې دی خو له ډیر ځنډ وروسته دهغه کوټې ته ور ننوتو ډیر خوشاله شو او له استادانو سره یې ډیره ښه رویه وکړه یواستاد سره بلد هم وه.سړی ومنله چې زه به دا کار حتما کوم او تاسې ته به اطمینان درکړم . خو نه پوهیده چې زه دداود خان زوی عمر سر ه دګارد دقومندان زوی له لارې چی زما هم صنفی وه بلدیم عمرمحبت چې د خپل مقام تکل کې وه او خلکو ویل چې پرچم سره هم پټ سرخوځوی په خبله وعده يې وفا ونه کړه .داود خان د کې جې بې له اجنت محمد خان جلالر سره په سفر لاړ.لیکنه پاتې اولیدنه هم ونه شوه.
      قیام الدین خادم وایی :
      پرماته کښتۍ ناست یم طوفانونه دی په مخ کې
      پر دغه لار یې بیایم که وم ،وم که نه وم ، نه وم
      داود خان یو زعیم وه چې دبرژنېف خوله کې لاړې ور وچې کړ ې اوپه نره یې جواب ورکړ.خو کمزورې ادارې ،بې کفایته مقا م اوقدرت غوښتونکو ،تمه لرونکو دروغجنو اوحتی ملت یوازې پرېښود. کلک اوراسخ ایمان باندی ولاړ اوتسلیم نه شو .روح دې خوښ او عزت دې دافغانستان ویاړ وی.
      د داود خان دجرګې پرانیتل اوحزب جلا سلسله او بحث دی او ډیرعوامل لری ځکه چی یوحزب په ټولنه کې
      داوبو په څېر دیوه مالیکیول حیثیت باید ولری چې ګټه یی هرچاته ورسیږی.

  3. ګران عبدالرؤف ته صمیمانه سلامونه ، خوښ شوم چی د تا دلچسپی خاطری وروسته له کلونو کلونو د تاند ملی پورتال کښي لولم ، دا واقعیت دی چی شهید محمد دؤد خان یو ستر ملی زعیم وو او هغه د ملت زیاتی مینی له کبله خپله کورنۍ قربان کړه اما افسوس چی د خائين جاسوس حسن شرق تر رهبری دده ملی فداکاری ئي کمونستانو ته تحفه کړه او ملی شخصیت شهید محمد داؤد خان او خپل زړه ته نږدی فامیل او دوستان ئي بی رحمانه شهیدان کړل او د هغه وخت اور لا تر اوسه دوام لری !

    عبدالرؤفه که وخت دی پیدا کړ ویانا ته وروسته له کوروناویروس څخه راشه ، امید دی چی وخت دی ښه تیریږی او پر ځان روغ او جوړ وی ! کریم ، ویانا څخه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب