یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، پر ملابرادر او حقاني شبکې یې بندیزونه لګولي

پاکستان وايي، پر ملابرادر او حقاني شبکې یې بندیزونه لګولي

تاند(شنبه، د اسد۳۱) پاکستان ادعا کوي چې د ملګروملتو د امنیت شورا د پرېکړه لیک له غوښتنې سره سم یې د طالبانو پر مرستیال مشر ملابرادر او حقاني شبکې بندیزونه لګولي دي.

ملاعبدالغني برادر په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر دی او د ده تر مشرۍ لاندې پلاوي د فبرورۍ په ۲۹ نېټه له امریکا سره موافقه لاسلیک کړه.

پاکستاني خبریال طاهرخان په یوه ټویټ کې لیکلي «پاکستان د ملابرادر او سراج الدین حقاني په شمول د طالبانو پر لویو مشرانو د ملګروملتو د امنیت شورا د تعزیراتو په لړ کې بندیزونه لګولي دي. د پاکستان د باندنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي چې د طالبانو پر مشرانو به د سفر او وسلو بندیز، د پیسو او نورو مالي سرچینو کنګل تطبیق شي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ویبپاڼه هم پر طالبانو د بندیز حکم خپور کړی دی.

پاکستان د تروریستي دلو د ملاتړ او هغو ته د غیرقانوني پیسو د برابرولو په خاطر د پیسو سپینولو د نړیوالې موسسې له لوري په خړ لیست کې شامل شوی او تر ډېر فشار لاندې دی.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت په خپله ویبپاڼه کې لیکلي«فدرالي حکومت خوشاله دی چې د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۰۱۵ کال ۲۲۵۵ نمبر پرېکړه لیک په بشپړ ډول عملي کړي.

3 COMMENTS

  1. دا شوه بله د خندا وړ ټوکه.
    پاکستان ددې لپاره چې د ملا برادر پرې شوې پزه او شرمېدلی هویت پټ کړي اوس په هغه بنديز لګوي. حقانیان او ټول طالب مشران په اسلام اباد کې دي او د اسامه غوندې په په عیش او نوش کې دي. که ملا برادر په بند کې له ۱۷ کلنې پېغلې سره واده کوي او بچيان زېږوي دا نور حرموني به هم همدا ډول په مستیو کې غرق وي. والله که نه بندیزونه وي او نه قیودات. دا حرموني هسې د ملګرو ملتونو په سترګو کې خاورې تویوي. همدوی شل کاله د اسامه او طالبانو په حضور په پاکستان کې مطلق منکر ول، خو اوس پرې بندیزونه لګوي. دا حرموني څومره بې شرمه دي.

  2. د دې بې وجدانه مکارانو پر خبرو هېڅ باور نشته. اوس چې د عربو خیرات هم ورباندې ودرېد، غواړي چې د خړ لېسټ حخه ځان وباسي چې داسې به ونشي. د دې ځناورو حال ورځ په ورځ مخ په خرابېدو دی او اوس غواړي جې د چین په غېږ کې ورواچوي.

  3. پاکستان هم ډیر حرامې هیواد دی چي ټوله نړۍ یې خپلو مکرونو ته تسلیم کړیده, دا څرنګه بندیز دی چي پرون یې ولګوو او نن یې د طالبانو پلاوی پاکستان ته غوښتی دی
    نه هم نړیواله ټولنه د جنګ ختمیدا غواړې او نه هم امریکا کومه اراده لرې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب